د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخت زیاتې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي. د خوړو نړیوال پروګرام چې د ملګرو ملتونو اړونده اداره ده، پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې له ټولنیز ژوند څخه د مېرمنو له څنډې ته کېدو سره د کار روزګار او د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د ښځو فرصتونه محدود شوي دي. یاد سازمان په یوه مخکیني بیان کې یو میلیون افغان مېرمنو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي د ځانګړو خوړو د وېش د کمېدو خبر ورکړی و.












