چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ډيپ سيک د وړو انګړونو لوی ديوالونه ونړول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 30, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د مصنوعي ځيرکتيا په صنعت کې د ډيپ سيک وروستي برياليتوب په نړيواله کچه د دغه صنعت پایې ولړزولې. په چين او متحدو ايالتونو کې له ټولو اپونو څخه په مخکې کېدو سره ډيپ سيک نه يوازې دا چې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د چين چټک پرمختګ ثابت کړ بلکې د متحدو ايالتونو هغه هڅې یې هم ننګولې دي چې پر بنسټ یې دغه هېواد د منزوي کوونکو پاليسيو له لارې خپله ټکنالوژيکي برتري ساتي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نړيوالو رسنيو د ډيپ سيک لاسته راوړنې په پراخه کچه بيان کړې دي. فايننشل ټايمز د ډيپ سيک بريا د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د چين د ډيرېدونکې وړتيا ثبوت بللی، په داسې حال کې چې بزنېس انسايډر بيا ټينګار کړی چې ډيپ سيک اوس د متحدو ايالتونو د مصنوعي ځيرکتيا له مخکښو لابراتوارونو سره سيالي کوي. فوربس د ډيپ سيک د پرانيستې سرچينې R1 ماډل، چې په نړيواله کچه د لاسرسي وړ او د پلټنې پياوړې وسيله ده، اغېزې روښانه کړې دي. د يادو ټولو راپورونو تر يو ځای کولو وروسته د ډيپ سيک د قوت او نوښتګرۍ ادعا تاييديږي، په داسې حال کې چې د متحدو ايالتونو د «دنګو ديوالونو باغ» ستراتېژي، چې غواړي پرمختللې ټکنالوژۍ ته د چين لاسرسی محدود کړي، لا پسې روښانه کيږي.

متحد ايالتونه، چې د مصنوعي ځيرکتيا په ټکنالوژۍ کې یې لومړني پرمختګونه کړي، هڅه کړې چې د ټکنالوژۍ پر لېږد او د استعدادونو پر انسجام د محدوديتونو په لګولو سره  په دې برخه کې خپله سلطه وساتي. دغه تش په نوم «د کوچني انګړ او هسکو دېوالونو ستراتېژي» اوس بې اغېزې ثابتيږي. د ډيپ سيک پرمختګ چې د پرانيستې سرچينې پر اصولو روان دی، د دې تګلارې ناکاري را برسېره کړې ده. د ډيپ سيک راتګ د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې نړيوال رقابت لا ډيروي او پر بازار د متحدو ايالتونو د سترو ټکنالوژيکي کمپنيو سلطه په مستقيم ډول ننګوي. په پایله کې د منزوي کوونکو ستراتېژيو له لارې پر مصنوعي ځيرکتيا د سلطې ساتنې مفهوم په خپل ذات کې منسوخيږي.

د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ نړیوالو همکاريو ته اړتيا لري. د مصنوعي ځيرکتيا د څېړنو ګڼ څانګيز ماهيت ته په پام سره هېڅ يو هېواد په دې برخه کې ټول پرمختګونه په يوازې ځان سره نه شي کولی. تر پولو پورې ارقامو شريکول روزنیز ارقامي سېټونه غني کوي او د ماډل فعاليت ښه کوي. دغه راز، نړيوالې همکارۍ څېړونکي د دې جوګه کوي چې په اوليګارېتمونو، محاسباتي ځواک او پروګرامونو او د نوښتونو په چټکولو کې له متنوع قوتونو څخه کار واخلي. پر دې سربېره، د خصوصي حريم، امنيت او اخلاقياتو په تړاو د شته اندېښنو هواری متحدو هڅو ته اړتيا لري. د پرانيستي ډيالوګ او همکاريو په تقويه کولو سره نړيواله ټولنه د مصنوعي ځيرکتيا له ټول باالقوه ځواک څخه د جمعي ګټو لپاره کار اخيستلی شي.

لکه څرنګه چې د ټکنالوژۍ متخصص هم وايي، د ډيپ سيک پرمختګ په مصنوعي ځيرکتيا کې د متحدو ايالتونو د کمېدونکې مخکښۍ نښه ده. د وسله والې سيالۍ پر ځای مشارکتي ليدلوری اړين دی. له ملاتړپالنې مخ اړول او د نړيوالو همکاريو منل به نه يوازې د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ سبب شي، بلکې د مسوولانه او ټولشموله ټکنالوژيکي پرمختګ زمانه به هم پيل کړي.

د ډيپ سيک بريا د دې يادونه هم ده چې راتلونکې په مشارکت کې نغښتې ده نه په سيالۍ کې. د پرانيستې سرچينې د ارزښتونو منل او د نړيوال مشارکت تقويه کول به د ټول بشريت لپاره د مصنوعي ځيرکتيا د انکشافي ګټو د ډاډمنولو لپاره اړين وي.

Previous Post

بدخشان؛ د ۱۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت برېښنايي وسایل پېرل شوي

Next Post

د غیر مادي کلتوري ميراثونو په لېست کې تر شاملېدو وروسته د چين لومړی پسرلنی اختر

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د غیر مادي کلتوري ميراثونو په لېست کې تر شاملېدو وروسته د چين لومړی پسرلنی اختر

د غیر مادي کلتوري ميراثونو په لېست کې تر شاملېدو وروسته د چين لومړی پسرلنی اختر

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سرپرست حکومت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون رد کړی

سرپرست حکومت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون رد کړی

فبروري 18, 2024
عثماني: افغانستان ته؛په کلني ډول د نیم میلیارد ډالرو په ارزښت درمل واردېږي

عثماني: افغانستان ته؛په کلني ډول د نیم میلیارد ډالرو په ارزښت درمل واردېږي

سپتمبر 26, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ