چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ښکېل اړخونه باید د وخت حساسيت درک کړي!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 19, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
ډاکټر نعیم:جګړه نوې خبره نه ده، پایلې ته تر رسېدو به دوام کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

هېواد ته د سولې د راوستلو په موخه په قطر کې بين الافغاني ناسته دوام لري، خو د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل جوړولو په جريان کې د اوسني بن‌بست له امله د ولس د هيلو غوټۍ په رژېدو دي. وخت په خورا تيزۍ سره زموږ له لاسه وځي، خو داسې نه ښکاري چې اړوندو اړخونو د وخت پر حساسيت باندې سرونه خلاص کړي وي، که اوسنى حالت دوام مومي او د هوکړې څرک نه ښکاري، نو شونې ده چې په تکراري توګه به موږ د يوه بل بُن د تپل شوي تړون په ځنځير وتړل شو او يا به هم په يوه بله کورنۍ جګړه کې ښکېل شو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې مرموز اړخونه، د ارګ لخوا د سولې ضد څرګندونې، پر متنازعه مواردو باندې د متبادلو لارو له وړانديز پرته د طالبانو بېځايه ټينګار او په لومړي بين الافغاني مذاکراتي پړاو کې دومره اوږد بن‌بست رامنځ ته کېدل ښيي، چې د ښکېلو اړخونو لخوا د “افغانانو په مالکیت او مشرتوب” (Afghan Own Afghan Led)  خبره تش شعار و، چې نړيوالو ومنل؛ خو خپله افغانان د وړتیا نه لرلو له امله په کې پاتې راغلل.

لامل يې هم دا دی چې زموږ اوسني ډېرى مشران د ولسونو له منځه نه دي را ټوکېدلي، بلکې راوړل شوي او يا هم د توپونو د غړمبهار  په منځ کې له جنګي روحيې سره په انفعالي توګه جوړ شوي دي.

له امريکا سره د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ، د بين الافغاني مذاکراتو پر مخ بيولو باندې د طالبانو ټينګار هم پوښتنې راولاړوي، چې په دغه تړون کې داسې څه ځاى شوي دي چې طالبان ورته دومره زيات ارزښت ورکوي، چې کابو يوه مياشت يې د مذاکراتو لړۍ له ننګونو سره مخ کړې او په حکومتي لوري باندې يې يوازې په يادولو تبه راځي. امریکا عادتاً د تړونونو په متن کې همدغه شان پېچلي او مبهم توري کاروي چې د اړتيا پر مهال يې هغه ډول تعبير کړي، چې د نوموړي هېواد ګټې خوندي کړاى شي.

دا چې د تړون ځينې برخې له ولس  سره نه دي شريکې شوې، نو شنونکي په دې باور دي چې په پټ متن کې د غني په حذف، ګډ او يا هم موقت حکومت جوړولو باندې توافق شوى دى. د ولسمشر غني، صالح او نورو ارګ مېشتو له جارحانه طرز خبرو څخه داسې ښکاري چې له واک څخه د لاس په سر کېدلو خبرې اندېښمن کړي دي.

  قطر ته د ولسمشر او تقريباً د ټولو ارګ مېشتو ناببره سفر، هلته د امریکا د لوړپوړو چارواکو شتون، د خبرو نامعلومه اجنډا او د چارواکو لخوا په مختلفو پلمو د سولې په تړاو د خلکو ذهنيتونه ګډوډول، هغه خطرناک ويروس دی چې يقيناً  به زموږ هېواد ورڅخه د رغېدو تاب ونه لري.

د هېواد سياسي، امنيتي او اقتصادي وضعیت په چټکتیا سره مخ پر ښکته روان دى، حکومتي چارواکي د خپلو دندو د تر سره کولو پر ځاى يوازې د خپل واک د بقا او فساد په فکر کې دي، د ورځنیو امنیتي پېښو په تړاو د ولسمشر او مرستيالانو چوپه خوله شرموونکى انځور وړاندې کوي، د بېکارۍ کچه تر اسمانه رسېدلې، ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته اړ شوي، فساد ورځ تر بلې زياتيږي، نا امني د ولس خوب حرام کړى، ودانيزې پروژې په ټپه ولاړې دي، غلاوې، شوکې او اختطاف ورځنى معمول ګرځېدلى، هدفي وژنې او چسپکي ماينونه خو اوس څوک تازه خبر نه ګڼي؛ خو ولسمشر بېچاره لا هم په دروند خوب ويده دى، وايي ټول افغانستان ما جوړ کړى دى.

دا به  له ولس او هېواد سره ستره جفا  وي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې ولسمشر غني له طالبانو څخه د حکمتيار په څېر سوله وغواړي، د جمهوریت او لاس ته راوړنو په بهانه پر خپل واک باندې د منګولو خښولو هڅه وکړي او د طالبانو لخوا د واک د انحصار روحيه خپلول به په افغانستان کې د يوې نوې بدمرغۍ پيل وي، په داسې صورت کې يقيناً ويلاى شو چې د دواړو خواوو غوښتنې به بوږنوونکې پايلې ولري.

زه باور لرم چې که ولس غني له اوسنۍ ارګاه بارګاه سره نه غواړي، نو طالبان هم د شل کاله پخوا په څېر اتلسمې پېړۍ په چوکاټ کې نه زغمي.

طالبانو ته مو توصیه دا ده چې ترانې پرېږدئ! جذبات سپېڅلي وي، خو هميشه حقيقت نه وي، د احساساتو له ژور سمندر څخه راووځئ، د ديوال ليکونه ولولئ! د الهي احکامو په رڼا کې د خپل ولس مجبوريت او مظلوميت درک کړئ، په خپلو خلکو باور وکړئ. ولس په حکومتي ادارو کې له شته فساد، ظلم، ناخوالو، ګډوډيو، نا انصافي تبعیض او تعصباتو څخه تر ستوني پورې رسيدلى دى. له حکومتي اړخ سره په پرتله ستاسو په ليکو کې د فساد کموالى، له دين  سره ستاسو د ژمنتیا لوړه کچه او له ملي ګټو سره ستاسو نسبي برتري هغه څه دي چې په ډېرو مواردو کې ولس ستاسو پلوي کوي. دغه ډول ولسي ملاتړ ستاسو لخوا له ولس سره د ښو اړيکو ښکارندوی نه دی، بلکې د حکومتي اړخ نيمګړتيا او فساد دی چې ولس يې د بد او بدتر تر منځ د بد انتخاب ته اړ کړى دى، تاسو لاهم په ملي او نړيواله کچه د سياست په لوړو ژورو، کږلېچونو او ګنډونو کې د سمون او بدلون لپاره ډېر څه کولو ته اړتيا لری.

امریکا نولس کاله وړاندې پر افغانستان باندې يرغل وکړ، اوس د خوښى ځاى دى چې امريکا وتلو ته اړ شوه، خو لکه څنګه چې حکومتي اړخ ته يې له ژمنو او تعهداتو سره سره لغته ورکړه او په سيند کې يې لاهو کړ، قطعاً ورباندې باور نه شي کېداى چې له طالبانو سره به هوکړو ته ژمنه پاتې شي، که په تېرو اتلسو کلونو کې دلته د امریکا راتلل او پاتې کېدل په يوه جمله کې را لنډ کړم، نو باید ووایم چې امريکا پر افغانستان باندې يرغل کولو او له افغان ولس سره په تعاملاتو کې خپله هم سهوه شوې وه، ځان يې هم وشرماوه او موږ يې هم تباه کړو، زموږ وال هم ورباندې سهوه شوي وو، لنګه غوا يې ورڅخه جوړه کړې وه، خو د امریکا غولول هم اسانه کار نه دى، اوس يې بله هوکړه او غوړې ژمنې کړې، خو بيا هم سهوو ته دوام ورکوي.

البته که حکومت او طالبان دواړه د واک په سر له مستقیم او غیر مستقیم ټکر څخه ځان وساتي،  د جګړې پر ځاى پر ارزښتونو، ملي ګټو او ولسي ښېګڼو باندې تمرکز وکړي،  شته ملي، سيمه ييزو او نړيوالو حساسيتونو او ترينګلي سياسي وضعیت ته د واقعيتونو په هینداره کې وګوري، د ولس  زخمونه، دردونه او هيلې درک کړاى شي، د مخالف لوري د منلو زغملو، حق ورکولو او په دغه شريک هېواد کې د سولې او ورورولۍ په فضا کې د ارام ژوند او کار کولو هوډ ولري، نو د يوه ازاد، اباد، ښېرازه او پرمختللي افغانستان خوب ته  مو تعبير پيدا کېداى شي، خو که په جګړه کې ښکېل اړخونه د اوسني وضعیت حساسيتونه درک نه کړي، د افغانيت د واحد شعار پر ځاى د ژبې، قوم، ګوند، سمت، جنس، نسل او مذهب په نوم د امتیازاتو لپاره غوښتنې مطرح کيږي، نو يقيناً ويلاى شم چې د جګړو له امله زموږ ماته بېړۍ به په دغه توره شپه او توپاني هوا کې د نجات ساحل ته په رسېدو کې پاتې راځي او ملت هم لاس تر زنې نه کېني.

لیکنه: عبدالوحید وحيد

Previous Post

طالبان: له هوکړې د سرغړونې تکرار به امریکا ته بدې پایلې ولري

Next Post

حامد کرزی: د غور برید ظالمانه و او دا له افغانانو سره ښکاره دښمني ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
حامد کرزی: د غور برید ظالمانه و او دا له افغانانو سره ښکاره دښمني ده

حامد کرزی: د غور برید ظالمانه و او دا له افغانانو سره ښکاره دښمني ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په چین کې د برېښنايي موټرو د چارج لپاره څه باندې ۶.۶ میلیونه سامان الات جوړ شوي

جولای 22, 2023
د فرانسې خبري اژانس: طالبانو ۲۰۲۰ کال کې ۱.۶ میلیارد ډالر عاید تر لاسه کړي

د فرانسې خبري اژانس: طالبانو ۲۰۲۰ کال کې ۱.۶ میلیارد ډالر عاید تر لاسه کړي

دسمبر 9, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved