چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ښکېل لوري دې د بنديانو په انتقال کې د کوويد ۱۹ احتمالي خپرېدو ته جدي پام وکړي

لیکنه: سيدالرحمن سالار

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 29, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
ښکېل لوري دې د بنديانو په انتقال کې د کوويد ۱۹ احتمالي خپرېدو ته جدي پام وکړي
735
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

له نېکه مرغه په دې وروستيو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د زندانيانو د تبادلې لړۍ چټکه شوې او له خلکو سره يوځل بيا ددايمې سولې او پخلاينې په اړه هيلې پيدا شوې.

خدای (ج) دې دا کار په هېواد کې د دايمي سولې او امن لامل کړي او نور دې هېڅ افغان د خپلو خپلوانو غم ونه ويني.

خو يوه جدي اندېښنه د کرونا ويروس احتمالي خپرېدل دي چې بايد پام ورته وشي.

دې ته په پام سره چې اوس کرونا ويروس په هېواد کې په پراخه کچه خپور شوی چې له طبي ازموينې مخکې هېڅوک نه پوهېږي چې څوک روغ دی او څوک پر کرونا ويروس ککړ دی.

دولتي سرچينو خو آن په خپلو زندانونو کې هم د ياد ويروس شتون تاييد کړی، خدای خبر چې د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې به د کرونا ويروس وضعيت څه ډول وي.

په افغانستان کې د ښکېلو لوريو ترمنځ اوږدې جګړې او دښمنيو ته په پام سره دا احتمال هم له پامه نشي غورځېدای چې طرفين له کرونا ويروس څخه د وسلې په توګه استفاده وکړي او په بنديانو کې يې په قصدي ډول مقابل لوري ته ولېږي.

اوس چې د دواړو لوريو دوه يا درې زره بنديان د هېواد بېلا بېلو سيمو کې خپلو کورنيو سره يو ځای کېږي، که داسې وګڼو چې هر بندي د کورنۍ پنځه غړي لري او دغه راز هر بندي ته د هرکلي لپاره د سيمې او کلي څخه لږ تر لږه سل کسان ورځي، نو که خدای مه کړه يو زنداني په کرونا ويروس اخته وي، څو کسان به ناروغ شي؟

طبيعي خبره ده چې د زندانيانو د احتمالي ناروغۍ په صورت کې به په لومړي قدم کې د يادو کسانو د کورنيو غړي او هغه کسان چې دوی ته هرکلي ته ورځي په کرونا اخته شي او په دې توګه به په هېواد کې د کرونا روان بحران څو چنده زيات شي.

نو دې خطرونو ته په پام سره ښکېل لوري، بنديان او ددوی کورنۍ، خپلوان او کليوال بايد دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي .

د طبي سرچينو هداياتو ته په پام سره، هم طالبان او هم دولت بايد خپلو بنديانو ته تر زندان پورې تعقيم کړی شوي موټر ور واستوي، بنديانو ته ماسک، جامې او هرڅه چمتو کړي او ياد کسان دې لومړی د يوې ټاکلې مودې لپاره قرنطين کړي او اجازه دې نه ورکوي چې د کورنۍ له غړو يا له نورو کسانو سره وګوري.

بنديان او د هغوی د کورنۍ غړي او کليوال  دې هم د کرونا ويروس وقايې ته جدي پاملرنه وکړي هسې نه چې خدای مه کړه خوښي يې په خپګان بدله شي.

Previous Post

د هند له خوا تازه مرسته شوي غنم هېواد ته را ورسېدل

Next Post

مصطفی مستور: د کرونا له امله به اقتصادي وده درې سلنه را ښکته شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
مصطفی مستور: د کرونا له امله به اقتصادي وده درې سلنه را ښکته شي

مصطفی مستور: د کرونا له امله به اقتصادي وده درې سلنه را ښکته شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سکاټلنډ لومړی وزیر: پر غزې د اسرائیل بریدونه په ښکاره ډول نسل‌وژنه ده

د سکاټلنډ لومړی وزیر: پر غزې د اسرائیل بریدونه په ښکاره ډول نسل‌وژنه ده

اگست 3, 2025

Roulette Probability Canada

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ