سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

که د افغان سولې خبرې ناکامې شي؛ بیا؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
که د افغان سولې خبرې ناکامې شي؛ بیا؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تېره میاشت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په لومړي ځل د سولې مخامخ خبرې په قطر کې پيل شوې، دواړه لوري ټینګار کوي چې  د هېواد د اوږدې جګړې د پای ته رسولو  لپاره د سیاسي جوړجاړي لپاره صادق دي.

د خبرو په پيل کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل: «موږ به خپله پېژندګلوي له چپې خوا پيل کړو.»

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په ځواب کې د طالبانو د پلاوي مرستیال عباس ستانکزي په لوړ غږ وویل: «تاسې تل کارونه له چپې خوا کوی؛ خو موږ مجاهدین یې له ښي اړخه پيلوو.»

په همدې دوو جملو بین الافغاني خبرې پيل شوې، اوس د دواړو لوریو تر منځ خبرې د تړلو دروازو تر شا روانې دي، افغان حکومت هڅه کوي چې طالبان د اوسني حکومت په چوکاټ کې ورګډ کړي؛ خو دغه ډله حکومت نامشروع او د امریکا له خوا جوړ شوی ګڼي او ادعا کوي چې د افغان ملت استازیتوب نشي کولی.

طالبان په دې باور دي چې امریکا ته یې ماتې ورکړې ده او کله چې متحده ایالات له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي، دوی به افغان حکومت هم ړنګ کړي او ټول هېواد به تر خپل واک لاندې راولي. د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې د امریکا- طالبانو پر موافقې سربېره، د یوناما ادارې په افغانستان کې د ۳۴۵۸ ملکیانو د مرګ ژوبلې ارقام ثبت کړي دي. ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې ویلي، غواړي تر کریسمس وړاندې امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

که امریکایي پوځيان نه وي او د سولې خبرې ناکامې شي؛ افغانان وېره لري چې بیا به څه کیږي؟

که د سولې خبرې نتیجه ورنه کړي، لاندې پایلې به ولري:

لومړی: افغانستان به د سوريې پر برخلیک اخته شي

د امریکا- طالبانو د موافقې پر اساس طالبانو ژمنه کړې وه چې د پنځو زرو طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به بین الافغاني مذاکرات پيلوي او تاوتریخوالی به کموي؛ خو اوس که خبرې نتیجه ورنه کړي، طالبان به کوښښ وکړي چې د زور له لارې واک ته ورسیږي او د دې هدف د پوره کېدو لپاره به په ټول هېواد کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړو ته زور ورکړي.

تېره میاشت په قطر کې مېشت طالب چارواکي سي بي ایس ټلوېزیون ته وویل، امریکا او افغان حکومت دویم پلان نه لري؛ خو برعکس طالبان یې لري او که چېرې د سیاسي جوړجاړي هڅې ناکامې شي، د دوی دویم قدم به په زور د واک تر لاسه کول وي. بل خوا ویل کیږي چې د سولې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې شمالي ټلواله هم  له طالبانو سره د جګړې په فکر کې ده. تیره میاشت طلوع ټلوېزیون د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه په شمال کې د طالبانو خلاف د وسلو د وېش په اړه پوښتنه وکړه؛ خو نوموړي دا خبره رد کړه.

طالبان د امریکايي پوځیانو په موجودیت کې کابل نشي نیولی، افغان حکومت او واشنګټن په خپلو کې امنیتي تړون لري چې پر اساس یې متحده ایالات د افغانستان ملي ځواکونه تمویل او تجهیزوي؛ خو د طالبانو ځواک او لوړ مورال ته په کتو به دا کار هم یوازې د شخړو د لا ډېرښت سبب شي.

طالبان چې اوس د مخکې په نسبت د جنګ په میدان کې ډېر پياوړي دي، ناټو ته ماتې نه شي ورکولی، طالبان د افغان حکومت د ړنګېدو او د ټول واک د اخیستلو لپاره ورځې شمېري. بلخوا طالبان په نړیواله کچه ځان مطرحوي او له سیمه ییزو ځواکونو په ځانګړې توګه روسیې، چین او ایران سره یې ځان نږدې کړی دی.

دویم: افغانستان به د متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب نه وي

د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه او په دې توګه د افغان سولې بهیر پيل شو. په دې اقدام سره ټرمپ غوښتل په راتلونکو ټاکنو کې خپلې رایې زیاتې کړي؛ خو له ټاکنو وروسته که ټرمپ بریالی هم شي، نور به د افغانستان د سولې پروسه د هغه لپاره لومړیتوب نه وي.

همدارنګه د متحده ایالاتو حکومت به دا فکر کوي چې په افغانستان کې د جګړې له شدت سره دوی ته زیان نه رسیږي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې افغان ځواکونو د خپل هېواد ساتنې مسوولیت اخیستی، امریکايي عسکر له طالبانو سره مخامخ جګړه نه کوي؛ ځکه نو د تلفاتو وېره یې نشته. په همدې ترتیب په افغانستان کې د امریکا مصارف د پام وړ توګه را کم شوي دي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۱ کال کې دوی ۱۰۷ میلیارده ډالره مصرف کړي وو، خو په ۲۰۱۹ کال کې یې لګښتونه ۵۲ میلیارده ډالر وو، دا مصارف به نور هم کم شي؛ ځکه د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې به د امریکايي عسکرو شمېر له ۹۸۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته ټيټ شي.

پورته دلایلو ته په کتو به سپينه ماڼۍ په دې فکر کې شي چې نور د ټرمپ د حکومت لپاره افغانستان په لومړیتوبونو کې نه دی.

درېیم: افغانستان به د تروریزم مرکز شي سیمه به هم ګواښي

په ۲۰۱۵ کال کې د داعش- خراسان څانګه تاسیس شوه. دوی به د ایران او منځنۍ اسیا لور ته خپل حضور نور هم زیات کړي. داعش- خراسان د ایران او شیعه ګانو ضد ده. دوی شیعه ګان کافران ګڼي او تر اوسه یې زرګونه په همدې نوم وژلي دي، په ایران کې د ډېرو بریدونو په کولو او د ډېرو ایرانیانو په وژلو سره د داعش دغې څانګې ایران ته ژور سرخوږی جوړ کړی دی.

 د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې داعش- خراسان د ایراني پوځیانو پر رسم ګذشت برید وکړ چې د نظامي افسرانو په ګډون یې ۲۵ تنه ووژل. د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د ایران پر پارلمان په حمله کې ۱۲ تنه ووژل شول او ۴۶ نور یې ټپيان کړل. اوس که ایران د سوله ییز افغانستان په جوړولو کې مرسته ونه کړي، د سولې خبرو له ناکامۍ وروسته به د داعش- خراسان څانګه پر ایران لا نور بریدونه هم وکړي.

د داعش پیاوړتیا مرکزي اسیا هم ګواښي، د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بارتینکوف تاجکستان ته د سفر پر مهال وویل، له افغانستانه د داعش- خراسان څانګې تهدید شته او دغې ډلې خپل ۵۰۰۰ جنګیالي د افغانستان په شمال او د مرکزي اسیا په جنوب کې ځای پر ځای کړي دي. له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۸ کال پوري ترهګرو په منځنۍ اسیا کې ۱۹ بریدونه کړي چې اکثرو کې يې داعش- خراسان لاس درلود او شاوخوا ۱۴۰ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. تېر کال د نومبر په میاشت کې داعش د تاجکستان- ازبکستان پر پوله امنیتي پوسته په نښه کړه او ۱۷ تنه یې ووژل. مسکو او منځنۍ اسیا د داعش له پراختیا څخه اندېښنه لري.

 دا یوازې د داعش- خراسان څانګه نه ده؛ بلکې ډېرې نورې د ترهګرو او یاغیانو ډلې هم رامنځ ته کېدونکې دي. په ۲۰۰۱ کال کې چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، یوازې القاعده وه؛ خو اوس د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو ډلو شمېر تر شلو اوړي.

دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانې خبرې د ټولو لوریو لپاره تاریخي فرصت دی. که دا پروسه ناکامه شي، ناوړه پایلې به یې هم ټولو ته متوجه وي. امریکا باید افغانستان داخلي جنګونو ته ټیل نه وهي، که یې ټیل واهه، لرې نه ده چې دغه هیواد به یو ځل بیا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ یوولسمې د بریدونو په څېر وي. که سیمه ییزو اندېښنو ته وکتل شي، افغانستان اړ نه دی چې له ګاونډیانو د سولې خیرات وغواړي؛ بلکې سیمه ییز هېوادونه باید د خپل خوندیتوب په خاطر د سولې په پروسه کې صادقانه رول ولوبوي؛ ځکه د ناامنه ګاونډي په موجودیت کې د دوی ثبات هم امکان نه لري. د سولې خبرو د ناکامۍ له ناوړه پایلو طالبان هم استثنا نه دي، ځکه ټرمپ کېدای شي په یو حیرانوونکي ټویټ کې له قطر نه ګوانتانامو ته د طالب مشرانو د وړلو امر وکړي.

لیکنه: هاشم وحدتیار / ژباړه: بسم الله پښتون مل

Previous Post

پر کابل پوهنتون د ابوجهل د لارویانو برید

Next Post

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره لویه استخباراتي ناکامي ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره لویه استخباراتي ناکامي ده

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره لویه استخباراتي ناکامي ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خیبر پښتونخوا کې ۴ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

خیبر پښتونخوا کې ۴ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

سپتمبر 10, 2022
جاو شینګ: د مس عینک پروژه کې به تاریخي او کلتوري اثار زیانمن نه شي

جاو شینګ: د مس عینک پروژه کې به تاریخي او کلتوري اثار زیانمن نه شي

اپریل 22, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved