د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس، فلیپو ګراندي ویلي، چې ۱۱۴ میلیونه خلک د جګړو، تاوتریخوالي او ځورونې له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي او یا یې خپل هېوادونه پرېښې دي. نوموړي ویلي، دغه شمېرې د ډېرېدو په حال کې دي او په خبره یې، د جګړې نړۍوال قوانین په پام کې نه نیول کیږي. ګراندي زیاته کړې، ۹ میلیونو خلکو سوډان کې، ۳ میلیونو میانمار او ۵.۶ میلیونو هم سوریه کې د جګړو له امله خپل هېوادونه پرېښې دي.












