چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ګډه همکاري تر تقابل او پارټبازۍ غوره ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 2, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ګډه همکاري تر تقابل او پارټبازۍ غوره ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د شانګريلا ۲۲م ډيالوګ د مې له ۳۰مې نه د جون تر لومړۍ نېټې پورې په سينګاپور کې ترسره شو.

 چيني لوري د دغه ډيالوګ په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی، چې هېواد به یې د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه پلي کړي، له سيمه ييزو هېوادونو سره به يو موټی پاتې او ګډې همکارۍ به ورسره وکړي، د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنه به ورسره اباده کړي او پر نورو د ځينو هېوادونو له بې ځايه تورونو او د ډلو ټپلو او تقابل له اړوندو څرګندونو سره به مخالفت وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ډيالوګ ګډونوالو او اړوندو کارپوهانو د چين د دغو څرګندونو په تړاو ويلي، چې د نړيوال امنيت مفکوره د تاريخي پرمختګ له قانون سره سمون لري او د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونو د ځاني پرمختګ او د سوله ييز چاپېريال د ساتلو هيلې ترې څرګندېږي. د دوی په نظر، ځينې هېوادونه چې د ډلبازۍ او تقابل لمسونې کوي، بې له شکه د نړيوالو مخالفتونه به راپورته کوي او توطيې به يې خامخا ناکامېږي.

د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د ملي دفاع پوهنتون مرستيال هو ګانګ فنګ د مې په ۳۱مه نېټه د شانګريلا ډيالوګ درېيمې ځانګړې غونډې ته ويلي، د چين پرمختګ له اسيا او ارام سمندر څخه پيل او د همدې سيمې له امله رامنځته شوی او همدغې سيمې ته ګټې رسوي. هغه څرګنده کړې، چين تل په عملي کړنو د سيمې امنيت پرمخ بيولی، تضادونه او شخړې يې معقولي حل کړي، د سيمه ييزو حالاتو د ارامولو هڅې يې کړي او د سيمې له هېوادونو سره يې امنيت او ثبات په ګډه ساتلي دي.

هو ګانګ فنګ ويلي، چين له تېرو څو کلونو راهيسې په مختلفو ګټورو ډيالوګونو کې فعال ګډون کړی، په نړيوالو ډګرنو کې يې خپلې امنيتي ادعاوې بيان کړي، له مختلفو خواوو سره يې تماسونه ساتلي او متقابل باور يې زيات او همکارۍ يې پراخې کړې دي. د ده په خبره، د چين نړيوال امنيت وړانديز تراوسه د څه باندې سلو هېوادونو، نړيوالو او سيمه ييزو ارګانونو ملاتړ خپل کړی او ستاينې یې ترلاسه کړي او اوس یوه اغېزمنه نړيواله اجماع ګرځېدلې ده.

د ماليزيا د نوې اسيا د ستراتيژيکو څېړنو مرکز مشر شو چينګ چي په اند، چين تل د ګټې – ګټې همکارۍ، ورخلاصون او ټولشموليت په مفکورې د سيمې له هېوادونو سره سوله او ثبات ساتلي او ګډ پرمختګ يې ورسره موندلی دی. له همدې څخه د چين دنده او وظيفه ښکاري او دغه هېواد د زياتو پرمختيايي هېوادونو ګډو اندېښنو او پاملرنو ته ځوابونه ویلي دي.

د يادونې ده، د شانګريلا ۲۲م ډيالوګ په ترڅ کې د چين پر ضد ځينې څرګندونې شوې دي.

د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د ملي دفاع پوهنتون مرستيال هو ګانګ فنګ دغه څرګندونې بې بنسټه بللي او په خبره یې، په دغو څرګندونو کې تور ته سپين او سپين ته تور ویل شوي، چې د شخړو، تجزيې، تقابل او د سيمه ييزو حالاتو د ترينګلتيا سبب ګرځیدلی شي. د ده په نظر، داسې خبرې به خامخا د نړيوالې ټولنې ټينګ مخالفت راپورته کړي.

د دغه ډيالوګ برخه والو کارپوهانو د اسيا او ارام سمندر سيمې اوسنی امنيتي حالت عموماً ثابت بللی او په دې اند دي، چې ځينې هېوادونه د دې سيمې دننه د ډله ييز تقابل او سړې جګړې د فکرونو په خپرولو بوخت دي او د مقابلو د راپورته کولو هڅې او عملياتي لمسونې کوي او غواړي د سيمې امنيت ته سخت زيانونه ورسوي.

د ختيځ تيمور ولسمشر راموس هورتا د مې په ۳۱مې نېټې په سينګاپور کې ويلي، ”موږ يوازې د تماس په نيولو او متقابل تفاهم سره له شخړو ډډه کولای شو.“

شنونکي وايي، د شراکت، مجموعې ، همکارۍ او دوام لرلو په اړه د چين امنيتي مفکوره د سيمې سوله او ثبات پرمخبيولای شي.

د اندونيزيا- چين د مشارکت څېړنيز مرکز مشره وايي، د چين امنيتي مفکوره کې پر متقابل باور ټينګار شوی، چې دا د يواړخيزم او پوځي ګواښ په پرتله د شخړې په مخنيوي او د ثبات په ساتلو کې لا اغېزمن رول لوبولای شي او په خبره يې، دغه مفکوره د سيمې د تلپاتې سولې او ثبات د تامين سمه لار ده.

Previous Post

بېجينګ: موږ تل پر خپلو ژمنو عمل کړی

Next Post

سعودي عربستان: اسراییل سوله نه غواړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سعودي عربستان: اسراییل سوله نه غواړي

سعودي عربستان: اسراییل سوله نه غواړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: هېڅوک او ځواک د دغه هېواد د وحدت مخنيوی نه شي کولی

اپریل 1, 2023
د کوک ټاپو صدراعظم : د ارام سمندر ټاپوګانو ته د چين له درناوي مننه کوو

د کوک ټاپو صدراعظم : د ارام سمندر ټاپوګانو ته د چين له درناوي مننه کوو

مارچ 1, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ