یونسیف له خوارځواکۍ سره د افغان ماشومانو د مخ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ کېدلی شي. د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ همدا اوس نږدې یو نیم میلیون ماشومان له خوارځواکي او د خوړو له کمښت سره مخ دي. یونسیف وایي چې دوی په وروستیو اونیو کې څلوېښت زره ماشومانو ته خوراکي توکي رسولي خو لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. له دې سره جوخت په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه وایي چې د مالي امکاناتو د نه لرلو له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ څانګې تړل شوې، خو د ناروغانو په کچه کې شل سلنه ډېروالی راغلی دی.










