
په دې وروسیتو کې د چین د ګوی جو ولایت په ژونګ جیانګ سیمه کې سخت سیلابونه راوتلي چې له امله يې ځايي خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
په خپرو شویو وېډيوګانو کې ښکاري چې له سیلابونو وروسته په مصیبت ځپلو سیمو او واټونو کې خلک او حکومتي مامورین حاضر شوي او د اوو ساعتونو په اوږدو کې يې خاورې او خټې له واټونو څخه پاکې کړې او د پېښې په دویمه ورځ زیانمن شوي دوکانونه بېرته پرانیستل شوي او خلکو تقریبا عادي کارونه بېرته پيل کړي دي.
کورني او بهرني انټرنټ کاروونکي د چین د خلکو او حکومتي مامورینو دې کار ته ګوته په غاښ دي چې له سیلاب څو ساعته وروسته د زیانمن شویو سیمو بیا رغول پيل شوي او ویلي يې دي چې د چین د پرمختګ راز په یووالي او همکارۍ کې دی.
په ژونګ جیانګ سیمه کې له سیلابونو سره د مقابلې په جریان کې څلور ټکي د یادولو وړ دي. لومړی، دا چې چینایان د اړتیا په وخت کې له خپلوالانو سره د مرستې عادت لري، په یاده سیمه کې د سیلاب له راوتلو درې ساعته وروسته د ګاوند ولسوالۍ د مرستو کاروان سیمې ته ورسید. دوهم، د چین کمونېست ګوند غړیو پر وخت له ستونزو سره سره له سیلاب ځپلې سیمې څخه خوندي سیمو ته د ملکي وګړیو انتقال او مرستې ته رادانګلي او د هغوی د ژغورنې هڅې يې کړې دي. درېيم، ځايي وګړي د حکومتي مامورینو تر څنګ په خپله د خاورو او کثافاتو د پاکولو لپاره لاس په کار شوي او له مسلکي ډلو سره یې اغېزمنې همکارۍ کړې دي. څلورم، اړوندو ارګانونو د ډرون الوتکو په وسیله زیانمن شوې سیمې مشخصې کړې او خلکو ته يې د واټر پمپونو په شمول مهم اړین تجهیرات برابر کړي تر څو اړوندې چارې په ګړندۍ توګه ترسره شي.
په ورته وخت کې د ارام سمندر په جنوب کې د توپان له امله رامنځته شویو پېښو ته د رسېدنې لپاره د ټاپوګانو له هېوادونو سره د چین د مرستو لومړۍ جوپه رسېدلې ده. له دې څخه ښکاري چې چین په کور دننه او بهر کې له مصیبتونو سره د مقابلې لپاره زیارونه باسي. د یووالي او همکارۍ روحیه نه یوازې د چیني ملت ده، بلکې د انسان د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په موخه يې هم خپل مسوولیت ادا کړی دی.
کله چې د چین د پرمختګ سرعت نورو هېوادونو ته رسېږي، نو په دغو هېوادونو کې د خلکو د سر او مال خوندیتوب ساتلو لپاره نور زیات تضمین برابروي.
د روان کال د مارچ په ۲۸مه نېټه په میانمار کې د سختې زلزلې تر پېښېدو وروسته د چین حکومت سمدلاسه له زلزله ځپلو سره د سل ملیونو یوانو مرسته اعلان کړه او سیمې ته يې ژغورنې ډلې ولېږلې. کله چې تېر کال په برازیل کې سخت سیلابونه رامنځته شول، لوېديځو رسنیو پر سیاسي جګړې تمرکز زیات کړ، خو د چین د بې پیلوټ ډرون الوتکو ټیم د سیلاب ځپلي سیند په اوږدو کې د ویرانیو درې بعدي نقشه جوړه کړه. د برازیل یو کارپوه وایي: “چین لومړنی هېواد دی چې په تخنیک سره يې زموږ واقعي مرسته کړې، نه تش په شعار. “
د چین د اضطراري مدیریت وزارت شمېرې ښيي، په تېرو لسو کلونو کې چین په ۱۳۷ نړیوالو بېړنیو مرستندویه فعالیتونو کې برخه اخیستې او د غبرګون سرعت یې د ملګرو ملتونو د اړتیا پر معیاري وخت ۱.۸ ورځې ګړندی دی. له دې ګړندي سرعت څخه ښکاري، د چین پالیسي او دریځ خلکو ته لومړیتوب ورکول دي او نړۍ یوه لویه کورنۍ ګڼي. دا هغه سیسټماتیک ځواک دی چې نه یوازې خپل هېواد ساتي، بلکې نړۍ ته هم مرستې برابروي. دغه ګړندی سرعت د ځان د مخکښ رول ساتلو په موخه نه، بلکې په ناورین کې هېڅوک پاتې نه کړي.











