د پکتیکا ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي. په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود. مولوي عبدالسلام حنفي په یادو مراسمو کې ویلي، چې دغه ښارګوټی پر ۳ زره ۵۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي، چې په کې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.