د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال محمد اسماعیل فایز له چینایي پانګوالو سره کتلي دي. په دې کتنه کې چینایي پانګوالو ویلي، غواړو چې په افغانستان کې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړو. دوی زیاته کړې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت مسولین به په دې برخه کې همکاري وکړي. یادو پانګوالو زیاته کړې، که چیرې د کورونو جوړولو لپاره ځمکه وپیژندل شي، چمتو یو چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو. د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته اړتیا لري او دا اړتیا د مسکن په برخه کې تر ټولو زیاته د پام وړ ده. نوموړي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په اړوندو برخو کې به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.