د چين دولت رئيس شي جين پينګ د می په ۷مه نېټه د ” سولې مشعل، د زمانې نوی فصل – د جاپان د تيري پر وړاندې د چينایانو د مقاومت جګړې او پخواني شوروي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاع جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې د يادونې لپاره د چين او روسيې د کلتوري تبادلو فعاليت” ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ هيله ښودلې چې د دواړو هېوادونو رسنۍ به خپل ماموريت پلی کړي او په ګډه به کار وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي.
یاد فعالیت د چین ميډیا ګروپ او د روسیې لومړي ټلویزیوني چینل په ګډه جوړ شوی چې په همدې ورځ په مسکو کې تر سره شو. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په همدې ورځ دغه فعالیت ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.