د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي په پام کې لري، چې د تخار ولایت خلکو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې ۲۱ نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي. د تخار درسنیو دفتر ویلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حیات حقاني د تخار له سرپرست والي سمیع الله حزب الله سره ناسته کې دغه موضوع مطرح کړې ده. د یاد دفتر په خبرپانه کې راغلي، دغه سایټونه به د یاد ولایت ولسوالیو کې فعال شي چې ورسره به د تخار خلکو مخابراتي ستونزې هوارې شي.