د کونړ د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ریاست رییس محمد حنفي ویلي، چې په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، چکډېمونو، کارېزونو، کانالونو او سربندونو جوړول شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د کونړ په ۱۵ ولسوالیو کې پلي شوې دي.