د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې په ۱۲مه نېټه ((په نوې زمانه کې د دولتي امنیت)) سپین کتاب خپور کړ.
په دې کتاب کې په نوې زمانه کې د دولتی امنیت ساتنې په اړه د چین نوښتونه، اغېزمن تدبیرونه او لاسته راوړنې بیان شوې دي.
دغه سپین کتاب شپږ عمده برخې لري چې عبارت دي: « چین ترینګلې نړۍ ته ثبات برابروي، د چین عمومي نظریې په نوې زمانه کې د خپل هېواد د امنیت ساتنې لپاره لوری روښانه کړی، د دولتي امنیت ساتنې د چیني شکله عصري کېدو جریان لپاره کلک ملاتړ برابر کړی، امنیت او پرمختګ یو د بل تکمیلونکي دي، چین په جدي توګه د ګردې نړۍ د امنیت ساتنې وړاندیز تطبیق کړی، چین د اصلاحاتو د ژورتیا په ترڅ کې د دولتي امنیت سیسټم او اړوند عصري توان هڅوي. »
په دغه کتاب کې راغلي، چین د نړۍ په پېچلي بدلون کې د چیني ملت هوساینې لپاره کارونه تر سره کړي او په ټول کې يې د خپل هېواد امنیتي وضعیت ښه ساتلی او په دې توګه يې نړۍ ته ثبات برابر کړی دی.