د چين ـ د لاتيني امریکا او کارابین هېوادونو ټولنې فورم د جوړېدو د ۱۰مې کليزې په درشل کې، د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين، د پيرو د سان مارتين ډي پوريس پوهنتون، د چين په اړه د لاتینې امریکا د سیاسي او اقتصادي مطالعاتو مرکز او د چيلي سانتياګو پوهنتون په ګډه سره يوه سروې خپره کړې. په دې سروې کې د لاتيني امریکا د ۱۰ هېوادونو ۲ زره او ۵ سوه کسانو ګډون کړی.
د دې سروې د پايلې له مخې، ګډونوالو د چيني شکله عصري کېدو د پرمختګ له نظر او برياليتوب سره همغږي څرګندوي او د چين او لاتيني امريکا د همکارۍ د لاسته راوړنو او راتلونکي لوړه ستاينه کړې.
په دې جمله کې ۹۴ اعشاريه ۸ سلنه ګډونوالو چين يو کامياب هېواد بللی دی. ۹۵ اعشاريه ۶ سلنه ګدونوال په دې اند دي، چې د چين د ټېکنالوژۍ توان غښتلی دی. د ۸۲ اعشاريه ۹ سلنو ګډونوالو په نظر، د چين د پرمختګ شکل د لاتيني امريکا د هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دی.
د دې تر څنګ، ۸۰ اعشاریه ۴ سلنه ګډونوالو د لاتيني امریکا پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د کمربند او لارې وړانديز د اغېزې فعاله ستاينه کړې.