د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۱۱مه نېټه د پخواني شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې د يادونې مراسمو له پای ته رسېدو وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د روسيې او چین اړیکې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو واقعي نمونه ده.
د دې اعلاميې له مخې، د چين دولت رئیس شي جين پينګ د مې له ۷مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړه او د مهم هېواد د مشر او مېلمه په توګه یې په يادو مراسمو کې ګډون وکړ. په اعلامیه کې راغلي چې په نوې زمانه کې د روسيې او چين هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړیکې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو واقعي نومونه ده.
پوتين ويلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو ګټورې او له لاسته راوړنو ډکې خبرې اترې تر سره کړې او يوه ګډه اعلاميه يې لاسلیک کړې ده. د دې تر څنګ، روسيې او چین د انرژۍ، تجارت، ټېکنالوژۍ او کلتور په برخو کې د حکومتونو ترمنځ او د ارګانونو ترمنځ يو لړ تړونونه لاسليک کړي دي.