د چین د بهرنيو چارو وزارت د مې په ۱۱مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړې او پکې يې د چين ـ د لاتيني امریکا او کارابین هېوادونو ټولنې فورم د وزيرانو د څلورمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه معلومات ورکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال مياو ده يو په دې خبري ناسته کې ويلي، چې د وزيرانو د څلورمې غونډې مطلب د پرمختګ او بیا سمسورتيا لپاره سلامشوره کول او د چين او لاتيني امريکا د ګډ برخليک جوړول دي. د چین دولت رئيس شي جين پينګ به د يادې غونډې د پرانيستې په مراسمو کې ګډون مهمه وينا وکړي. ياده غونډه به د ټېکنالوژۍ د نوښت، سوداګريزې پانګونې، مصنوعي ځيرکتيا، انرژۍ او کاني زيرمو او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخو کې د دواړو خواوو یو لړ همکاريز تړونونه تصويب کړي.
نوموړي ويلي، چې لس کاله مخکې د چين او لاتيني امريکا فورم د وزيرانو لومړۍ غونډه په بېجینګ کې تر سره شوه. د دې فورم د جوړېدو د ۱۰مې کليزې په درشل کې د وزيرانو څلورمه غونډه تر سره کول مهم اهميت لري او د دواړو خواوو د همکاريو د سلامشورې او د راتلونکي د ګډ جوړولو لپاره يو مهم قدم دی.