د بدخشان ولایت سیمه ییز مسوولین وایي چې د فیض آباد ــ کشم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي چې دغه ترافیکي پېښه د فیض اباد ــ کشم پر لویه لار د کره قمر سیمه کې د کرولا او لنډکروزر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، د یادې پېښې ټپیان ولایتې روغتون ته استول شوي او د درملنې لاندې دي.