د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د مې په ۱۳مه نېټه د اسټرالیا د صدراعظم په توګه د انتوني البانیز د بیا ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
شي جين پينګ په دې پيغام کې لیکلي چې په تېرو ۳ کلونو کې يې له صدراعظم انتوني البانیز سره ليدلي او له هغه سره د چين او استراليا د اړيکو د پرمختګ په بهیر کې د ستراتيژيکو، عمومي او لارښوودونکو مسئلو په اړه مهمو موافقو ته رسېدلی دی، چې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي او پرمختګ او د نړیوالې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره ستر اهمیت لري.
ده ویلي چې هیله لري له صدراعظم انتوني البانیز سره د چین او اسټرالیا د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو د دوامداره پرمختګ لپاره ګډ کوښښ وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو خلکو ته ډیرې ګټې ورسوي.
د چین صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ انتوني البانیز ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.































