د پنجشېر په مرکز او ولسوالیو کې د ۹ ودانېزو پروژو چارې پيل شوې. کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې پروژو کې د امنیې قومندانۍ د مرکزي او ابشار ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د ودانیو سربېره، د پنځو امنیتي پوستو جوړول، په حصه اول، رخه او دره ولسوالیو کې د جوماتونو جوړول، د پنجشېر مستوفیت، او د دې ولایت د لوړو زدهکړو موسسې لپاره د لیلیې او جومات جوړول شامل دي.