د بلخ په مزارشریف ښار او نهرشاهي ولسوالۍ کې په دوه کارخونو کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی او د نږدې درې میلیونه افغانۍ زیان مخنیوی شوی دی. د اور لګېدنې یوه پېښه د نهرشاهي ولسوالۍ په قلعه هاجري سیمه کې د پنبې پروسس په کارخونه کې د ماشینونو د ګرمېدو له امله رامنځته شوې او شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی. بله اورلګېدنه په مزارشریف ښار کې د زغر غوړیو په تولیدي کارخونه کې رامنځته شوې چې د اطفایي پرسونل لخوا مهار شوی دی، او شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ زیان یې اړولی دی.