د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۲مه نېټه د رومانيا منتخب ولسمشر نيکوسور ډاين ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ ويلي، چې چين او رومانيا له اوږدې مودې راهيسې يو د بل درناوی او برابر سلوک کړی، خپلمنځي همکارۍ يې پياوړې کړې او ټينګه دوستي يې روزلې او خوندي ساتلې ده. په داسې حال کې، چې په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري بدلونونه روان او مخ پر چټکۍ دي. چين او رومانيا بايد د ګډو ننګونو او خطرونو د لرې کولو لپاره راکړه ورکړه زياته کړي، ګډ توافقات دې پياوړي کړي او همکارۍ دې ژورې کړي.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې له منتخب ولسمشر ډاين سره د دواړو هېوادونو د دوستۍ د ټينګښت او خلکو ته د ګټو د رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.