په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال استازي ګنګ شوانګ د مې په ۲۳مه نېټه د دوو هېوادونو لايحې د تطبيق په اړه د عالي رتبه غونډې د چمتووالي په ناسته کې وينا وکړه او ويې ويل، چې په غزه کې اوربند او د ژوند ژغورل له ټولو بېړنيو دندو څخه لومړې درجه اهميت لري.
ګنګ شوانګ د شخړو پای ته رسول د اوږدمهاله ترتيباتو او دايمي سولې په اړه د خبرو اترو مخکښ شرط بللی او ويلي يې دي، چې که په غزه کې اوربند رامنځته نه شي، د دوو هېوادونو لايحې په اړه بحثونه به تشې خبرې وګرځي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د مې په ۲۳مه نېټه په نيويارک کې د دغه سازمان په مقر کې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې بشري بحران شديد بې رحمه او سخت پړاو ته داخل شوی دی. نوموړي يو ځپل بيا د ملګرو ملتونو درې مرکزي غوښتنې څرګندې کړې، چې دايمي اوربند دې رامنځته شي، بې له شرطه دې ټول بنديان ازاد شي او په هراړخيزه توګه دې د بشري مرستو لاره هواره شي.