د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د جون په نهمه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د دغه هېواد د توکو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۷.۹۴ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې دغه شمېر د تېرکال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲.۵ زياتوالی ښيي او د زياتوالي سرعت يې د روان کال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله ٪ ۰.۱ ښودل شوی دی.
شمېرې ښيي چېپه صادراتو کې ٪ ۷.۲ زياتوالی او په وارداتو کې يې بيا ٪ ۳.۸ کموالی راغلی دی.
شمېرې همدارنګه ښيي چې د روان کال په مې مياشت کې د وارداتو او صادراتو ارزښت ۳.۸۱ ټريليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د مې میاشتې په پرتله ٪ ۲.۷ زياتوالی پکې راغلی دی.
د چين د ګمرکاتو د ملي ادارې د احصائيې او تحليل رياست رئيس ليو دا ليانګ وايي، له روان کال راهیسې د دغه هېواد اقتصاد پرله پسې مثبت پرمختګونه کړي او د مالونو سوداګري يې له بهرنيو فشارونو سره سره بيا هم نسبتاً پياوړې ساتل شوې ده.