د چين ”فوشينګ“ چټک اورګاډی په ساعت کې ۳۵۰ کيلومتره مزل کوي، ”چانګ عه“ اکتشافي دستګاه يې د سپوږمۍ له شا نه خاورې راوړې او د ”فېندوجه (مبارز)“ د ژور سمندر اوبتل یې د ماريانا د تل کندې ته رسیدلی دی.
چين دغه لویې لاسته راوړنې په ډېر کم وخت کې ترلاسه کړي او د علمي او تخنيکي ځان بسياينې په برخه کې د دغه هېواد د يو لړ لاسته راوړنو ښه څرګندويي کوي.
دا ستراتيژي لکه يو قوي اينجن، په نوښتونو چين ته پر له پسې پرمختګ ورکوي. چين اوس د امنيت او ورخلاصون په پام کې نيولو سره د عصريتوب لار موندلې او د نړۍ علمي او تخنيکي پرمختګ او مديريت ته يې خپله طرحه وړاندې کړې ده.
د علمي او تخنيکي ځان بسياينې تر شا ژور سبب: د امريکا او لوېديځو هېوادونو محدوديتونه او پر وړاندې يې د چين مقابله
علم او ټکنالوژۍ په تاريخ کې د يوې نه بېرته ګرځېدونکې او نه ردېدونکې قوې په څېر انساني ټولنه پرمخ بېولې ده. د چين دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، ”علم او تخنيک د هېواد اغېزمنه وسيله ده او هېواد د همدې په اتکا پياوړی کېږي، تصدۍ د دې په اتکا برياليتوب مومي او د خلکو ژوند کې ښه والی راوالي.“
د چين کمونېست ګوند علمي او تخنيکي نوښت ته د هېواد په پرمختيايي جوړښت کې مرکزي ځای ورکوي او علم او تخنيک د چيني شکله عصريتوب د بشپړېدو کليدي ټکی بولي.
خو په ورته وخت کې چين د عصريتوب په بهير کې د امريکا او لوېديځو هېوادونو له محدوديتونو او بنديزونو سره هم مخ دی، چې د بېلګو په ډول يې د دغه هېواد پر ”هواوې“ شرکت د چيپ پلورنې قطع کول، د اروپايي ټولنې د ګاليليو(Galileo) سپوږمکۍ لارښوونکي سيسټم له مهمو څېړنو څخه د چين د علمي ټيم شړل او ځينې نور يادولی شو.
دغه محدوديتونه د سيمي کنډکټور او علي تجهيزاتو په اصلي تخنيکونو کې پر نورو د چين د تکيې د لوړې کچې ښکارندويي کوي او دا نظر ثابتوي چې اصلي ټکنالوژۍ له نورو په پيسو، کرايې او غوښتنې نشي ترلاسه کېدای.
دغه بنديزونه او محدوديتونه چين ته دا درس ورکوي، چې يوازې په علمي او تخنيکي ځان بسياينې باکيفيته پرمختګ ترسره کولی او خلک د ښکلي ژوند د ارمان پوره کولو ته رسولی شي.
د علمي او تخنيکي ځان بسياينې بهير: په نورو پسې له ګرځېدو تر مخکښ مقام پورې د چين ستر پرمختګونه او تاريخي لاسته راوړنې
۱. چين د هېواد په کچه نوښتي سيسټم بيا ابادوي.
اساسي څېړنې د علمي او تخنيکي نوښتونو رېښه او د علمي او تخنيکي ځان بسياينې بنسټ دی. چين په ډول ډول اساسي څېړنو کې پر له پسې پانګونې کوي او علمي کادران او کارکوونکي هڅوي. مستعد کسان د علمي او تخنيکي نوښتونو لومړۍ سرچېنه بلل کېږي. چين د يو لړ اغېزمنو تګلارو په پلي کولو سره خورا زيات غوره علمي او تخنيکي کارکوونکي روزلي، چې شمېر يې په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی. دغه راز د هغو علمي څېړنو لګښتونه يې هم ورځ تر بلې زياتېږي، چې علمي او تخنيکي نوښتونو ته کلک مادي بنسټ ږدي. له ۲۰۱۲م کال نه تر ۲۰۲۴م کال پورې د چين اړوند لګښتونه له ۱.۰۳ نه ۳.۶ ټريليونو يوانو ته رسېدلي، چې دا دوهم نړيوال ځای نيسي.
۲. چين د تخنيکي محدوديتونو د ماتولو او شنډولو په لټه دی.
۳. چين علمي او تخنيکي نوښتونه د صنعتي چارو پر برترۍ د بدلولو هڅه کوي.
چين د علمي او تخنيکي ځانبسياينې د ستراتيژۍ تر لارښوونې لاندې ”اساسي څېړنې -تخنيکي پرمختګ – په صنعتي چارو بدلول“ بشپړ سيسټم جوړ کړی دی. په داسې حال کې، چې چين په ۲۰۱۲م کال کې د نړۍ په نوښتي درجه بندۍ کې ۳۴م ځای درلود، خو په ۲۰۲۴م کال کې يې دغه ځای ۱۱م مقام ته لوړ شوی دی.