د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۱۳مه نېټه د هند د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله د دغه هېواد ولسمشرې دروپادي مورمو او صدراعظم نارندرا مودي ته د خواخوږۍ پيغامونه واستول.
شي جين پينګ وويل، هغه د دې خبر په اورېدو سره حيران شو چې د هند هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده. هغه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د قربانيانو کورنيو او ټپيانو ته خپله ژوره خواخوږي څرګند کړې او د ټپيانو د ژر تر ژره جوړېدو هيله يې ښودلې ده.
د چین صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ خپل هندي سیال نارندرا مودي ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.
































