د کوچیانو سلګونه استازو او قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د سرپرست حکومت له مسوولینو وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. د کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدانوردګ، بامیان، غزني او ننګرهار ولایتونو سلګونه کوچیانو پرون د ناوړه دودونو لمنځه وړلو په موخه د لوګر مرکز پُلعلم کې یوه لویه ولسي غونډه وکړه. دغې غونډې ته د کوچیانو استازي او قومي مشر سالم جان نعیمزوی وویل، کوچیان له اوسني نظام ملاتړ کوي، خو اړتیا ده چې سرپرست حکومت د دوی د سرپناه، روغتیا، پوهنې، کرنې، څړځایونو او حقوقي شخړو په برخه کې شته ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه وکړي.