سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولی ډېر هېوادونه د نړیوال مديريت په اړه د چین له وړانديز څخه ملاتړ کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ولی ډېر هېوادونه د نړیوال مديريت په اړه د چین له وړانديز څخه ملاتړ کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړیوالو خبري رسنيو وروستيو راپورټاژونو ته په کتو سره د نړيوال مديريت وړانديز د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. شمېرې ښيي چې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جین پینګ له خوا په تيان جین کې د شانګهای همکارۍ په سرمشريزه کې د ياد وړانديز له وړاندې کولو راهيسې دغه کليمې د نړۍ پام اړولی دی. په وروستیو کې د ډېرو هېوادونو مشرانو په جلا جلا توګه د نړيوال مديريت له وړانديز څخه ملاتړ او هيله يې ښودلې چې چين د نړيوال مديريت د سيستم د بشپړولو لپاره لازيات خدمتونه وکړي.

نو ولې دغه وړانديز په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی؟ مونږ کولی شو چې له درېيو ليدلورو څخه دغې پوښتنې ته ځواب ورکړو.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

لومړی، دغه وړانديز پر وخت وړاندې شوی دی.

د نړيوال مديريت د اغيزمنتوب کليدي ټکی دا دی چې ايا د دې وړانديز په پلي کولو سره ستونزې په رښتیا هم لرې کيدای شي او که نه.

اوس په نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلي دي، ځيني هېوادونه د بادارۍ او سوداګرۍ ساتنې په لټه کې دي چې همدې کار تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو په محور د نړۍ  نظم او اداره کولو ته زيانونه رسولي دي. په ورته وخت کې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو پرمختګونه کړي، خو په اوسني نړيوال اداري ميکانيزم کې د دوی استازيتوب کمزوری دی. سربېره پردې د اقليمي بدلون، ډيجيټلي پرمختيايي توپيرونو مصنوعي ځيرکتيا او فضايي ادارې په شمول نړيوالې ننګونې ډېرې شوې دي، نو دا اړتيا ده چې نړيواله ټولنه دې په ګډه يو اغيزمن اداري ميکانيزم جوړ کړي.

د نړیوال مديريت د وړانديز څرګندې ځانګړنې ته په کتو سره د ډېرو هېوادونو مشران په دې نظر دي چې دغه وړانديز د اوسني نړيوال نظم سيستم کې د موجودو ستونزو د حل وفصل لپاره کليدي برخه ده. د چينايي چارو په هکله د هاسپانيا کارپوه شوليو ريوس په وروستيو کې په يوه مقاله کې ليکلي چې د نړيوال مديريت په تړاو د چين د وړانديز موخه په نړيوالو سازمانونو کې د هغو نيمګړتياوو لرې کول دي چې په نړيوال نظم کې پرمختیايي هېوادونه کم استايتوب لري او د ملګرو ملتونو او نړيوالو قوانينو واک کمزوری شوی دی.  ځيني شنونکي وايي چې د نړيوال مديريت وړانديز نړۍ د اداره کولو په برخه کې پر اوسنيو ستونزو تمرکز کوي او پکې د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره هر اړخيزې لارې چارې وړاندې کېږي چې دا پر وخت اقدام دی او هم د اوسنۍ نړۍ له بېړنيو اړتياوو سره سمون لري.

دوهم، دغه وړانديز د زمانې له تمايل سره سمون لري.

ايا دغه وړاندیز د زمانې له تمايل سره سمون لري؟ په حقیقت کې دا د دې وړانديز پر اغيزمنتوب پورې هم تړاو لري.

اوس په نړيوالو قدرتونو کې هم ژور بدلونونه راغلي دي. شتمنو او پرمختیایي هېوادونو ډېر پرمختګونه کړي چې همدا له وروستۍ زمانې راهيسې په نړيوالو قدرتونو کې انقلابي بدلون بلل کېږي. خو اوسنی نړيوال نظم د دې ژور بدلون ښکارندويي نه کوي چې له امله يې پرمختیایي هېوادونه په دې نړيوال نظم کې کم استازيتوب لري.

د روسيې د علومو اکاډمۍ د چين او عصري اسيا چارو د څيړنيز انسټيټيوټ يوې کارپوهې ويلي چې د نړيوال مديريت وړانديز د لا عادلانه نړيوال نظم د جوړولو لپاره د زياترو هېوادونو له هېلو سره سمون لري او دا د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو لپاره زړه راښوننکې برخه هم ده.

درېیم، دغه وړانديز د نړيوالو له هېلو سره سمون لري.

په حقيقت کې چين غواړي د دې وړانديز په پلي کولو سره هغه خوب رښتيا کړي چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک نيکمرغه او سوکاله ژوند ولري او په ګډه داسې نړۍ اباده کړي چې هر تن پکې خپله ونډه وګوري. دغه وړانديز د انسانانو ګټو ته ډېر ارزښت ورکوي او پکې ډاډ ورکړل شوی چې د مختلفو هېوادونو خلک د نړيوال مديريت بنسټيز ګډون کوونکي او ګټه اخيستونکي دي. دغه ارزښت د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو باور ترلاسه کوي او خامخا به د دوی پراخ ملاتړ تر لاسه کړي.

Previous Post

بېجینګ: امریکا دې په جنوبي سمندرګي کې ستونزې نه جوړوي

Next Post

د کرنې په علم او ټکنالوژۍ کې د چین نوښتونو په نړیواله کچه لومړی مقام ترلاسه کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د کرنې په علم او ټکنالوژۍ کې د چین نوښتونو په نړیواله کچه لومړی مقام ترلاسه کړی

د کرنې په علم او ټکنالوژۍ کې د چین نوښتونو په نړیواله کچه لومړی مقام ترلاسه کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026
اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې بیا تازه کړې

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو د ملاتړ په پار خپلې ژمنې بیا تازه کړې

نوومبر 20, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ