چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 26, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د شینجیانګ د اویغور کورواکې سیمې د جوړېدو د ۷۰مې کلیزې لمانځغونډه د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د دې سیمې په مرکز ارومچي ښار کې تر سره شوه. د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ په دغه لمانځغونډه کې ګډون وکړ او دا ورځ يې د شینجیانګ د بېلا بېلو قومونو له وګړیو سره په ګډه ولمانځله.

شینجیانګ له لرغوني وخت راهیسې د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. د شینجیانګ د اویغور کورواکه سیمه په ۱۹۵۵ کال کې جوړه شوه، دا د دې سیمې د پرمختګ په تاریخ کې یوه لویه پېښه وه. شینجیانګ په تېرو ۷۰ کلونو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو، پرانیستي توب او پرمختګ په برخو کې تاریخي لاسته راوړنې ګټلې دي. یاده لمانځغونډه د شينجيانګ د څار لپاره نړیوالو ته یوه مهمه کړکۍ برابروي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین د دولتي شورا د پرمختیا د څېړنیز مرکز د قومي پرمختګ څېړونکي جیا چون یانګ وویل، د یادې لمانځغونډې په جوړېدو سره له ۷۰ کلونو راهیسې د شینجیانګ لخوا تر لاسه شوي تاریخي بریالیتوبونه ښودل شوي او دا ښکارندویې کوي چې په چین کې د قومي سیمې د کورواک اداري نظام ډېرې وړتیاوې لري او په نوې زمانه کې د شینجیانګ د مدیریت په اړه د کمونیست ګوند تګلارې اغېزمنې دي. د شینجیانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي د چین کمونيست ګوند تر لارښوونې لاندې د خپل ټاټوبي د جوړولو په هکله پوره باور لري.

شینجیانګ په تېرو ۷۰ کلونو کې څه تاریخي بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي؟

شمېرې ښيي، په ۱۹۵۵م کال کې د شینجیانګ د تولید عمومي ارزښت یو ملیارډ ۲۳۱ ملیونه یوانه و، تېر کال دغه شمېر له ۲ ټریلیونو یوانو زیات شوی چې د ۷۰ کاله د مخه په نسبت ۱۶۰۰ چنډه زیات شوی دی. د ۲۰۲۰م تر پایه پورې د شینجیانګ په کلیوالو سیمو کې ټول کسان له بېوزلۍ څخه ایستل شوي او شتمنه ټولنه یې جوړه کړې ده. تېر کال د ښارونو او ښارګوټو اوسېدونکو عواید د ۱۹۷۸م کال په نسبت سل چنده زیات شوي دي، تېر کال د شینجیانګ د اوسېدونکو منځنی عمر ۷۷ کاله و، خو لسګونه کاله مخکې دا رقم یوازې ۳۰ کاله و.

شینجیانګ تېر کال څه باندې ۳۰۰ ملیونه سیلانیان جلب کړي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ډېر د خوښۍ وړ تمځای ګرځېدلی دی.

ډېر هغه بهرني سیلانیان چې شینجیانګ ته راغلي له دې سیمې ژوره خاطره لري. د جرمني د یو پوهنتون د چینايي قانون او اقتصاد د څېړنیز مرکز مدیر ګه شیانګ لین وویل، هغه له شینجیانګ څخه تر سفر وروسته دا درک کړې چې د ځايي وګړیو د ژوند سویه څرګنده لوړه شوې، د خونديتوب احساس یې ډېر زیات شوی، ځايي کلتور هم په اغېزناک ډول ساتل او خپور شوی دی او دې کار دې سیمې د ټولنیز ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم تضمین برابر کړی دی.

دا یو واقعیت دی چې د شینجیانګ ټول بریالیتوبونه د واکمن کمونيست ګوند تر لارښوونې لاندې تر لاسه شوي دي. په تېره بیا د چین کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهیسې، شي جين پينګ په نوې زمانه کې د شینجیانګ مدیریت په اړه یو لړ ستراتيژۍ وړاندې کړې او د شینجیانګ د ادارې لپاره یې بنسټ اېښی دی. د شینجیانګ د جوړېدو د ۷۰مې کلیزې په درشل کې دغې سیمې ته د شي جين پينګ سفر د شینجیانګ د راتلونکي پرمختګ لپاره لار نقشه ټاکلې ده یعنې شینجیانګ دې د عصري کېدو په نوې مرحله کې د خپلو وړتیا لرونکو چارو پر پرمختګ ټینګار وکړي، د نوي کیفیت توليدي ځواک ته دې پرمختګ ورکړي، د کلتور او سیلانۍ چارو یو ځايښت دې پياوړی کړي او  د ایکولوژیکي سیستم ساتنه او ترمیم دې چټک کړي.

په تېرو ۷۰ کلونو کې د شینجیانګ د پرمختګ جریان دا ښودلې چې د وګړیو نیکمرغه ژوند د بشري حقونو تر ټولو لوی مسوولیت دی. باور لرو چې د شینجیانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي به د انارو د دانو په شان خپل یووالی وساتي او د خپل ټاټوبي جوړونې لپاره به ګډو کوښښونو ته دوام ورکړي او د شینجیانګ اینده به لا روښانه کړي.

Previous Post

د فراه – نیمروز په لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله ۲ تنه مړه شوي دي

Next Post

((ستاسو غږ)) په نوم مستند فلم په نیویارک کې نندارې ته وړاندې شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
((ستاسو غږ)) په نوم مستند فلم په نیویارک کې نندارې ته وړاندې شوی

((ستاسو غږ)) په نوم مستند فلم په نیویارک کې نندارې ته وړاندې شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان کې افغان سفیر د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشرې سره کتلي دي

پاکستان کې افغان سفیر د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشرې سره کتلي دي

اگست 19, 2025
اپل د خپل عامل سیستم ستر اپډېټ وړاندې کړ

اپل د خپل عامل سیستم ستر اپډېټ وړاندې کړ

نوومبر 15, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ