په اسلاماباد کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، پاکستان باید اوس نور پوه شوی وي چې د افغانستان باالمثل ځواب ښيي د جګړې دوام به د دوی په زیان تمام شي. نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، که جګړه دوام ومومي نو پایلې به یې د پاکستان لپاره ډېرې زیانمنې وي. ضعیف زیاته کړې: «ورو ورو به د اور لمبې د دوی د راحت او امن تر دروازو ورسېږي.» نوموړي همدارنګه ویلي، چې د امریکا د پروژې له ګټو سره په پرتله به د پاکستان تاوان څو چنده زیات وي او په پای کې به د خپل بادار په خوشحالولو کې هم پاتې راشي.


































