د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، د اقلیمي بدلون له امله ترځمکې لاندې اوبو دکچې په ټیټېدو سره یې په یاد ولایت کې د چکډېمونو جوړولو لړۍ چټکه کړې ده. د مسوولینو په خبره دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې یې د اوبو د تغذیې او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو لپاره یو شمېر چکډیمونه جوړ کړي او په ځینو کار روان دی. سرچینې زیاته کړې، چې یاد چکډیمونه د اوبو مدیریت، د خاورې تخریب مخنیوي او د سېلابونو د زیان کمولو لپاره جوړوي چې په دې سره به د کرنیزو ځمکو د تخریب مخه هم ونیول شي.
































