د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د مارچ په ۲۵مې نېټې د های نان ولايت په بو او کې په جلا جلا توګه د اذربايجان د ملي کانګرېس له رئيسې ګفارووا او د قزاقستان د صدراعظم له لومړي مرستيال سرګي سکليار سره ليدلي دي.
ګفارووا او سرګي سکليار د ۲۰۲۶م کال د بو او اسيا فورم پهغونډه کې د ګډون لپاره د چين های نان ولايت ته تللي دي.
جاو له جي له ګفارووا سره په ليدنه کې ويلي، چين به له اذربايجان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو پر بنسټ يو د بل ملاتړ ته دوام ورکړي، د ګډو برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره به نوي پرمختیايي امکانات برابر کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې به ورسره پانګونه پراخه او پيوستون او د خلکو دوستي به ورسره لا ټينګه کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به په ګډه ورسره اباده کړي.
ګفارووا د بو او اسيا فورم د ډيالوګ او همکاريو په برخه کې د چین د مهم رول ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې د يو چين د پېژندنې اصل مراعاتوي او غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ لا پياوړې کړي او ورسره د قانون جوړونکو ارګانونو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي.
جاو له جي د قزاقستان د صدراعظم له مرستيال سرګي سکليار سره په ليدنه کې ويلي، چين به له قزاقستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې او مهمې نظريې پلې کړي، په سياسي چارو کې د متقابل باور بنسټ به لا ټينګ کړي او د کمربند او لارې د ګډې او باکيفیته ابادۍ په رڼا کې به خپلمنځي همکارۍ ورسره لا پياوړې او کلتوري تبادلې به ورسره زياتې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په لا زياتو برخو کې پرمختګ کې ومومي.

سکليار ويلي، هېواد يې د رئيس شي جين پینګ له خوا د وړاندې شويو نړيوالو وړانديزونو ملاتړ کوي او او په خبره یې، د اذربايجان او چين د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې نږدې شوې دي.
نوموړې ويلي، اذربايجان به د قانون د جوړولو، سوداګرۍ او انرژیو په شمول بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ لا پياوړې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره به یې ډېرې هڅې وکړي.
































