د چين د ګومينتانګ ګوند د مشرې جنګ لي ون په مشرۍ د دغه ګوند يوه پلاوي د اپرېل په ۸مه نېټه په نان جينګ ښار کې له جونګ شان مقبرې څخه لیدنه کړې ده.
د ګومينتانګ ګوند د بېلا بېلو دورو مشرانو له جونګ شان مقبرې څخه ليدنه د چين سترې وچې ته د سفر مهم تمځای بللی دی.
په تېرې يوې لسیزې کې دا لومړی ځل دی، چې د ګومينتانګ ګوند مشر او ورسره مل پلاوی د چين له سترې برخې څخه لیدنه کوي.

د جنګ لي ون او له هغې سره د مل پلاوي دغه سفر به شپږ ورځې دوام ولري او له جيانګ سو ولايت، شانګهای او بېجينګ څخه به ليدنه وکړي.
































