د چین د داخلي مغولستان د ازادې سوداګرۍ ازمایښتي سیمې د پرانيستې مراسم او د جوړونې د پيل غونډه د اپرېل په ۱۱مې نېټې د داخلي مغولستان کورواکې سيمې په مرکز هوهوټ ښار کې ترسره شوه.
د داخلي مغولستان د ازادې سوداګرۍ ازمایښتي سیمه ټولټال ۱۱۹.۷۴ کيلو متره مربع مساحت لري، چې هوهوټ، مان جولي او ېرېنهوټ درې زونونه پکې شامل دي. د دې ازمایښتي سیمې د ابادولو لپاره په اوو مهمو برخو کې د ۸۱ اصلاحاتي دندو او اقداماتو طرحه وړاندې شوې ده.



داخلي مغولستان به په راتلونکو ۳ تر ۵ کلونو پورې د لوړې کچې داسې ازاده سوداګريزه ازمايښتي سيمه ولري، چې پانګونه او سوداګري به پکې اسانه وي، نوښتګر چاپېريال به يې پياوړی او مهم صنعتونه به لري او هم به پکې نړيوال تګ راتګ فعال وي.
































