بایډن امریکايي وګړي هڅولې چې د کرونا ضد واکسین وکاروي او په خبره یې د خپل هېواد پر روغتیايي مرکزونو دې باور ولري. نوموړی تېره ورځ په خپله هستوګنځي کې د رسنیو پر وړاندې واکسین شو. جو بایډن ویلي له دې کار یې موخه دا وه چې خلک واکسین واخلي او د خپل هېواد پر روغتیايي سیستم باور ولري. بایډن دغه راز ټینګار کړی چې واکسین د ډاډ وړ دي او کولی شي خلک له دې نړیوالې وبا وژغوري. د معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله امریکا کې نهه میلیونه واکیسن وېشل شوي دي او له دې ډلې نیم میلیون وګړو د خپلو واکسینو لومړنی دوز کارولی دی. امریکایي واکسین دوې دورې کارول کېږي او بایډن ویلي چې واک ته له رسېدو سره سم به سل میلیونه وګړو ته په سلو ورځو کې واکسین ووېشي.بایډن امریکایانو ته؛
واکسین وکاروئ او د خپل هېواد پر روغتیايي سیستم باور ولرئ
































