د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن اداره له سعودي عربستان سره پر اړیکو بیا کتنه کوي. سپینه ماڼۍ وایي د سعودي او امریکا تازه اړیکو کې ښایي د نورو بدلونونو ترڅنګ یو ستر بدلون دا هم وي چې د ولسمشر او د سعودي د پاچا ترمنځ اړیکې برقرارې اوسي نه د ولسمشر او ولیعهد ترمنځ. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د امریکا او سعودي اړیکې به د پخوا په څېر په خپل حال پاتې نه شي ځکه چې د دې په خبره، واشنګټن غواړي له سعودي عربستان سره پر خپلو اړیکو سره کتنه وکړي. هغې څرګنده کړې چې بایډن به ډېر ژر د سعودي له پاچا سره خبرې اترې ولري او پر ځینې مهمو موضوعاتو به یو بل سره مفصل بحث وکړي.
































