نږدې هره ورځ کابل ښار د ماین چاودنو شاهد وي. په دغه چاودنو کې تر ډېره عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي. حکومت یې د طالبانو کار بولي، خو طالبان یې بیا ردوي او ان ځینې پېښې غندي هم. حکومتي چارواکو تل په کابل ښار کې د چاودنو، بریدونو او ناامنیو د مخنیوي ژمنې کړې دي، خو تر اوسه یې عملي کړې نه دي. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د امنیتي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل او د مدنې ټولنې د فېدرېشن مشر صدیق انصاري. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.