د کتاب لیکوال وايي: د مسلک په لحاظ زه له ټکنالوژۍ سره تړلی یم او تقریباً ۴۰ کاله مې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دننه په افغانستان کې او هم بهر په نړیوالو موسسو کې هم تدریس او هم کار کړی دی. مګر زما یاد شي چې لا د ښوونځي له لومړنیو کلونو څخه مې له دوو مضامینو سره ډېره علاقه وه، چې یو د ریاضي مضمون و، چې د فزیک ځینې برخې هم پکې شاملې وې او بل د تاریخ مضمون. دا علاقه د کلونو په اوږدو کې را سره پاتې شوه. نو که په رسمي کارونو کې به ټول وخت له ټکنالوژۍ سره مصروف وم، مګر له هر ممکنه فرصت څخه په استفادې به مې کله کله د امکان په صورت کې د تاریخ مطالعه هم کوله. خصوصاً د سیمې او نړۍ له لرغوني تاریخ سره مې علاقه ډیره وه. لا په پخوا کلونو کې به مې چې کله کوم لیکلی اثر د لرغونو زمانو په هکله تر لاسه کړ، نو په ډېر خوند به مې لوست، که دا د هند او چین په هکله و او که د جنوبي اسیا او یا هم د اروپا په هکله.
په همدې ارتباط له کوچنيوالي څخه به چې کله لویانو د ستر سکندر په هکله کیسې یا افسانې ویلې، نو ډېر په هیجان به مې اورېدلې او په حافظه کې به مې تر ډېره وخته هماغه هیجاني کیسې پاتې شولې. که څه هم د هغو کیسو ډېره برخه یوازې افسانې وې، مګر هغو افسانو هم له یوه تاریخي حقیقت سره ارتباط درلود، چې هغه د بشريت په تاریخ کې د (مقدوني سکندر) یا (ستر سکندر) پیژندل شوی نوم و، چې بې له شکه په تاریخ کې ثبت شوی و.
په وروسته کلونو کې چې کله مې د مدیترانې د شاوخوا مدنیتونو تاریخي لیکل شوي اثار لوستل، د یونان او روم د امپراتوریو تاریخ به ما ته ډېر جالب و، خصوصاً د یونان تاریخ چې یوې خواته د فلسفي افکارو او مشهورو فیلوسوفانو کور و او بله خوا یې په خاصه توګه له مقدوني سکندر سره افتخارات تړل شوي و.
د سکندر په هکله تاریخي اثار پدې هم ما ته جالب وو، چې مقدوني سکندر یوازینی اروپایي امپراتور و چې شخصاً زمونږ ننني هیواد افغانستان ته له خپل لوی لښکر سره راغلی و او بیا له همدې ځایه منځنۍ اسیا او لوی هند ته تېر شوی و.
د لرغوني روم د تاریخ په هکله خصوصاً له میلاده مخکې ډېر لیکلي شوي اثار هم د لرغونې زمانې د لیکوالانو له قلمه او هم د معاصرو تاریخ پوهانو او اکاډمیکو منابعو څخه راپاتې دي، مګر د مقدوني سکندر په هکله له هغو زمانو څخه ډېر کم لیکل شوي اثار د تاریخپوهانو لاسته ورغلي دي. د ستر سکندر په هکله تر ټولو پخواني لیکل شوي اثار چې اوس هم موجود دي او یا نورو تاریخپوهانو یې مونږ ته نقل کړی دی، ټول په سلګونه کاله د سکندر له مرګ څخه وروسته لیکل شوي دي.
نو مشکله ده چې د سکندر په هکله ځینې افسانې له حقایقو څخه بېلې کړل شي، ځکه چې مقدوني سکندر هم په اروپا کې او هم په اسیا او شمالي افریقا کې د یو افسانوي کرکټر حیثیت لري. د دې سیمو په هر ځای کې د خلکو په منځ کې یې کیسې پاتې دي، چې کیسه ویونکو به په پېړیو پېړیو په ډېر هیجان د سکندر د جنګونو او فتوحاتو کیسې ویلې او اوس هم سینه په سینه دا کیسې کیږي.
په اکاډمیکه نړۍ کې ډېر تاریخپوهان او د کلاسیک تاریخ پروفیسوران ټول لیکل شوي اثار نه مني. دوی یوازې هغه اثار مني چې په علمي څېړنو ولاړ د پخوانیو اسنادو ریښه ولري او د لرغونپیژندنې یا ارکیالوژیکي لاسته راوړنو په کمک علمي ثبوت ورسره وي.
موږ په دغه کتاب کې هڅه کړې چې د مقدوني سکندر په اړه هره خبره په علمي څېړنو ولاړه ثابته کړو او یوازې هغه څه مو پکې راوړي دي، چې د سکندر په اړه صدق کوي.
که غواړی چې د مقدوني سکندر د پاچاهۍ په برم، د هغه د حکومت په قانون او بیا یې د جنګ جګړو او د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته د لاس غځولو په اړه یوڅه پوه شی، دغه کتاب ولولئ.
مینهوال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.