د نړۍ په ادبیاتو کې دمګړۍ څو نومونه هسک ټيټ کېږي. داسې لیکوالان چې زموږ معاصر بلل کېږي، مخکښ دي، نومونه یې وتلي دي او ډېر مینه وال لري. له دې ډلې یو یې هم سټيون کېنګ دی. مکمل نوم یې سټيون اډوین کېنګ دی، خو پر سټیون کېنګ مشهور شوی دی. ده تر ۲۰۰ پورې ادبي اثار لیکلي دي، تر ډېره د وحشتناکو ناولونو لیکوال ګڼل کېږي، مینه وال یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شته دي، لا هم لیکل کوي او له ناولونو او کیسو یې په امریکا کې ډېر فلمونه جوړ شوي دي.
سټیون اډوین کېنګ په ۱۹۴۷ز کال کې د امریکا په پورتلند کې دې نړۍ ته راغلی دی. دی د ډونالډ او نیلي روت دویم اولاد و. دی لا نوی نوی ګرځېدو چې مور او پلار یې له یو بل بېل شول. دی یې له مور سره پاتې شو، بیا له خپلې مور او یوه ورور سره د امریکا د اینډیانا ایالت فورت وین ته راغلل. څو کاله یې دلته ژوند وکړ. دی چې یوولس کلن و، نو مور یې له ځان سره دورهام ته یوړ او هلته یې د ده نیکه او نیا ته تسلیم کړ. خو د سټیون ساتنې ته یې په وس نه وه پوره، دوی نور ډېر زاړه شوي وو. د کورنۍ نورو غړو یې هم په دې شرط د هغه ساتنې مسوولیت اخیست چې مور یې باید مالي امکانات ورته برابر کړي وای. مور یې په پیني لنډ کې په یوه پخلنځي کې آشپزي کوله. میرمن کېنګ همدلته اشپزي کوله چې نیکه او نیا یې سټيون بېرته ورته واستاوه.
سټيون په دورهام کې د ژبو په یوه ښوونځي کې زده کړې کولې. بیا په لیسبون کې یوه ښوونځي ته لاړ. په ۱۹۶۶ز کال کې فارغ شو. په همدې ایالت کې یې په اورونو پوهنتون کې خپلې زده کړې پیل کړې. له لیکوالۍ او لیکلو سره یې سخته مینه وه. همدلته یې د خپل پوهنتون په اونیزه کې د یوه کالم لیکل پيل کړل. ده د (THE MAINE CAMPUS) په نامه ځانګړې برخه لرله او هلته به یې لیکل کول. ده د سیاسي علومو په برخه کې هم زده کړې کولې. دلته هم فعال شاګرد و. دی د هغو کسانو له کتار سره یو ځای شوی و، چې د ویتنام د جګړې مخالفت یې کاوه.
سټيون په ۱۹۷۱ز کال کې له تابیتا سپروک سره واده وکړ. دی له نوموړې سره د پوهنتون په کتابتون کې معرفي شوی و. دواړو د فراغت لپاره پر خپل مونوګراف کار کاوه. له همدې ځایه سره نږدې شول او له یو بل سره یې واده وکړ. دوی خپل لګښتونه د لیکلو او لیکوالۍ له لارې پوره کول. له (men’s magazines) سره یې کار کاوه، هلته به یې خپلې پنځونې پلورلې او ژوند یې تېراوه.
سټیون خپله لومړنۍ د پلور وړ کیسه په ۱۹۶۷ز کال کې لیکلې وه. دا کیسه (The Glass Floor) نومېده. کیسه له حیرانوونکو رمزونو او رازونو ډکه ده. د واده په لومړیو کلونو کې یې ټول وخت د ناولونو په لیکلو تېراوه. دا یې بیا پر (men’s magazines) مجله پلورل.
کېنګ په ۱۹۷۱ز کال کې د انګلیسي ژبې تدریس پيل کړ. دی په یوه ښوونځي او (Hampden) اکاډمۍ کې استاد شو. کېنګ په دې اکاډمۍ کې هم لیکلو ته ادامه ورکړه. لنډې کیسې به یې لیکلې او دا لړۍ یې په دوامداره توګه غځوله. ده همدا راز هڅه کوله چې په دې منځ کې لوړې کیسې او لوړ ناولونه ولیکي. د ۱۹۷۳ز کال په پسرلي کې (Doubleday & Co) انتشاراتو د هغه یو داستان خپور کړ. د دغو انتشاراتو شرط دا و چې کېنګ باید استادي پرېږدي او خپل ټول وخت لیکوالۍ ته وقف کړي. له دې وروسته د ۱۹۷۳ز کال د اوړي په وروستیو کې د کېنګ کورنۍ د مین لوېدیځ ته وکوچېده. لامل یې هم دا و چې د سټيون مور نور دلته ګزاره نه شوی کولی او جسماني وضعیت یې هم ښه نه و.
د کېنګ په ژوند کې هر څه له هغه شپې پيل شول چې پلار یې له کوټې د سګریټ څکولو لپاره ووت. ده عادت درلود چې ماښام سګریټ وڅکوي، همدا یې د پلار او مور د بېلتون شېبه وه، هغه هېڅکله بېرته را ونه ګرځېد. تر همدې پېښې وروسته د کورنۍ تر ټولو شوخ او له خبرو ډک هلک پر یوه عاجز، خجالتي او بې جرئته هلک بدل شو. اوس سټیون کېنګ د نړۍ په کچه یو مشهور لیکوال دی. ډېر پلویان لري او هرې نوې کیسې او ناول ته یې خلک په تمه وي.
کېنګ د نړۍ د نورو کیسه لیکوالو په څېر د لیکلو لپاره چټک لارس لري، هنرمند انسان دی. د هغه چټکې لیکوالۍ او ژر ژر کیسې لیکلو د تاج او تخت لوبې د مسلسل فلمي داستان لیکوال جي آر آر مارتن هم حیران کړی دی. دی وایي، سټيون ډېر چټک لیکل کوي او دا لیکوالي خورا حیرانوونکې ده.
مارتین له سټیون کېنګ سره په خبرو کې له هغه پوښتنه وکړه، ته څنګه او څه ډول دومره په سرعت او چټک لیکل کوې؟ د ځان په اړه یې دا وویل چې په شپږو میاشتو کې پر دې بریالی شو چې د تاج او تخت د لوبې سریال د دریو فصلونو کیسه ولیکي. ده دا کار ځان ته ستر ویاړ او مهم پرمختګ ګاڼه. خو وروسته یې پام شوی چې کېنګ په همدې موده کې دری داستاني کتابونه لیکلي. مارټین دې کار حیران کړی و. مارټين وايي، کله چې لیکوالي پیلوي، هر څه ډېر ورو ورو مخ ته ځي، بیا یې چک کوي، له ځان سره مایوس شي او وايي، کاشکې د دې لیکوالۍ پر ځای نلدوان وای. کېنګ د مارټین کار ستایي او وایي، دی د ورځې دری- څلور ساعته کار کوي چې ایله شپږ پاڼې کیسه ولیکي. خو په حقیقت کې داسې نه ده. مارتین د یوه ۳۶۰ مخیز کتاب پر لیکلو یوازې دوې میاشتې تېروي. هغه د نړۍ له چټکو لیکوالانو ګڼل کېږي، چې ښایي په دې برخه کې ساری ونه لري.
مخکې مو هم وویل چې کېنګ د یوې څلور کسیزې کورنۍ شوخ، خو وروسته خجالتي ماشوم و. هغه دې حد ته رسېدلی و چې له ډېرو معمولي څېزونو ډارېده. د هېچا ټلیفون ته یې له وېرې او بې جرئتۍ ځواب نه ورکاوه. په هغو دریو واړو کورونو کې چې ده د ماشومتوب، نوې ځوانۍ او ځوانۍ په وخت کې ژوند کاوه، ځانوژنې شوې وې. خو ګورئ دا مو په یاد وي چې هېڅ پېښې هم د کېنګ په ذهن کې د لیکوال کېدو مفکوره نه ده پيدا کړې. اصلي کیسه د ۱۹۵۰ز کال له وروستیو پیلېږي. له ده سره د لیکوالۍ فکر دلته پيدا شو.
کېنګ چې کله غوښتل د خپل د یوه ملګري له ورور سره یوه اونیزه چاپ کړي، نو دوی اړ وو چې کارونه سره ووېشي. کار په دې بڼه و چې کېنګ باید د نشریې مطالب لیکلی او ډیويډ باید دغه نشریه چاپ کړې او خپره کړې وای. ډیويډ د چاپ یو ماشین اخیستی و. د خپلو وسایلو له کتلو او تنظیمولو یې خوند اخیست، سټیون هم له کلماتو سره لوبې کولې، کیسې یې لیکلې او په دې توګه نو دواړه په نوي کار کې خوشاله وو. دوی خپله ورځپاڼه په پنځه سنټه پلورله. هر سهار به یې د سیمې د خلکو کورونو ته هم رسوله. د دوی وړه نشریه دومره مشهوره او مهمه شوه چې ان په سیمه کې نورو ورځپاڼو او لویو نشراتي بنسټونو هم له دوی تقلید پيل کړ.
کېنګ له ښوونځي خوښ نه و. پخپله وایي، په ښوونځي کې یې د خوشالۍ احساس نه کاوه، برعکس خسته او زړه تنګی و. د دې کسالت او ستړیا له دامه د خلاصون لپاره یې په خپل ملګري چلسي د لنډو کیسو ټولګه چاپ کړه. په همدې وخت کې یې په یوه مجله کې د (زه د قبرونو غل ځوان وم) داستان چاپ شو. دی د محدودو زده کوونکو له ډلې و چې خپل فیس یې پرې کولی شوای او په مین پوهنتون کې یې زده کړو ته ادامه ورکولی شوای.
د کېنګ لومړنۍ دنده معلمي وه، په دې موده کې یې هم لیکوالي کوله، خو ناشرانو یې لیکنې او کیسې نه چاپولې. ده به چې ور وړې، بېرته به یې ځواب کړ. دی یې په کیسه کې نه و، د دوی د رد ځواب پروا یې نه ساتله او خپلې لیکوالۍ ته یې ادامه ورکوله. په دې توګه نو برخلیک خپل ښه مخ هم کېنګ ته ور وښود. یو انتشاراتو د هغه کري ناول د چاپ لپاره ومانه. دې پېښې د کېنګ په ژوند کې یو نوی بدلون راوست. څو میاشتې وروسته دغه نشراتي ارګان د کتاب د چاپ ټول حقوق د امریکا پر سراسري کتابتون وپلورل. د دې پلور بیه څلور سوه زره امریکايي ډالره وه. د دې پیسو نیمایي سټيون کېنګ ته ورسېدې. کېنګ همدا له خدایه غوښتل، نو معلمي یې پرېښوده او لیکوالۍ ته یې کش ورکړ. د دې کتاب له چاپه دری کاله وروسته فلم جوړونکی برایان دي پالما هغه ته ورغی او ده ته یې وړاندیز وکړ چې له یاد ناول یو فلم جوړ کړي. سټیون اجازه ورکړه، دا فلم د اسکار د دوو جایزو لپاره نوماند شو. کتونکي او د ادبي مسایلو شنونکي دا تر ټولو غوره وحشتناک فلم بولي.
کېنګ هم د دې فلم د نندارې پر وخت حیران و. په فلم کې له شته وحشتناکو صحنو وېرېده او د سینما په صالون کې له وېرې پورته پورته غورځېده. د فلم ډایرکټر بیا بیخي ورته حیران و، دې ته یې زړه اوبه اوبه کېده چې د وحشتناکو داستانونو سلطان یې په خپل فلم داسې وېرولی دی. ډېل ترو پر دې پوهېده چې د خلکو وېرول، وېروونکي داستانونه او فلمونه لیکل دا دومره ساده خبره نه ده او پوره زیار ته اړتیا لري.
سټيون یوازې وېروونکي داستانونه ښه لیکلی شي. داسې نه ده چې ده غوښتي نور سبکونه هم و ازمويي، خو بریالی نه شو او دومره د خلکو له هرکلي سره مخ نه شول. خو دی په شعوري توګه د وحشتناکو ناولونو لیکلو ته جوړ شوی دی، په همدې سبک کې راحت وي او نن هم په نړۍ کې د وحشتناکو داستانونو د پادشا په نوم مشهور دی. ځینې یې د وحشت پادشا بولي.
د کېنګ له کیسو د فلمونو جوړولو کیسه دلته نه ختمېږي. د هغه له ناولونو ډېر فلمونه او ډرامې جوړې شوې دي. ځینې چې فلمونه او ادبیات څاري، پر دې باور دي چې فلمونه د کېنګ تر ناولونو ډېر پیاوړي او لا وېروونکي جوړ شوي دي. کېنګ هېڅ وخت دې ته نه هیجاني کېدو چې له کیسو فلمونه جوړېږي. دی یې هېڅ پروا نه ساتي چې د ده په زړه یې له کیسو فلم جوړوي که یې د تمې خلاف، د خلکو خوښېږي که نه، خو دی یوازې لیکل کوي. دی په پوره ارامتیا هر سهار د خپل کار دفتر ته ځي، قهوه څښي، د مېز څټ ته کېني او تر غرمې لیکل کوي. د ډوډۍ او استراحت لپاره یې څو ساعته کار ته دمه کور کوي، بیا یې تر مازدیګره لیکلو ته ادامه ورکوي.
دی لیکلو ته بیخي د یوې رسمي دندې په سترګه ګوري. ډېر لیکل کوي، لږ خبرې کوي او تر ډېره له کتابونو سره بوخت وي. دا هر څه بیا تر توپان مخکې ارامتیا ته ورته وي. ناول لیکي، بازار ته یې وړاندې کوي او شاوخوا ټوله چوپتیا یې په وحشتناکو ناولونو له منځه ځي. زرګونه لیکونه ورته راځي. لسګونه فلم جوړونکي په دې تمه وي چې دی یې داستان ورکړي او دوی فلم ورباندې جوړ کړي. په دې اړه هم ډېر غوښتنلیکونه ورته راځي، خو وایي، لیونی کېږم، تر چا ورسېږم او چا ته کیسه ولیکم.