د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی دی، چې د کورني کرکټ څانګې له لوري د راتلونکې شنبې په ورځ په کندهار کې د رحمت ولي ایمرجینګ جام ۵۰ اوریزې سیالۍ پیلیږي. په دغه یو ورځنیو سیالیو کې چې د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ به نور هغه لوبغاړي هم پکې برخه واخلي، چې په کورني کرکټ ښه ځلېدلي دي. د ایمرجینګ یا ۲۳ کلونو ځوان لوبغاړو ترمنځ سیالۍ، چې د کرکټ اسیایي شورا له لوري یې اسیا جام هم ترسره کیږي،کرکټ بورډ په پام کې لري، چې یادو سیالیو ته د ښه چمتووالي او د ځوان لوبغاړو د بوخت ساتلو په موخه دغه لوبې ترسره کړي. د یادوني وړ ده چې کرکټ بورډ هرکال د کورني کرکټ د لا پیاوړتیا په موخه دې ته ورته سیالۍ ترسره کوي، تر څو په افغانستان کې کورنی کرکټ وده وکړي او ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو او ځلېدو لا ښه زمینه برابره شي.