د اپریل په ۲۹مه نېټه د ټرمپ پر حکومت سل ورځې واوښتې، خو نوموړی په کوردننه او بهر له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی دی.
د امریکا د یوې رسنۍ د سروې ۵۵ سلنه ګډونوالو د دغه هېواد د اوسنۍ دورې حکومت له تګلارو سره مخالفت کړی او دغه شمېر له تېرو ۸۰ کلونو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.
د ټرمپ حکومت یوازې په سلو ورځو کې ولې دومره ستونزې راپورته کړي؟
د امريکا اوسني حکومت د ګڼو کارکوونکو د کمښت پلان پلی کړی، د کډوالو د شړلو پرېکړه یې کړې، د علمي څېړنو پانګې یې ډېرې کمې کړي، د ټولو هېوادونو او په تېره بیا د خپلو ملګرو هېوادونو پر وړاندې یې هم اضافي تعرفې لګولي او ډېرې نورې داسې کړنې یې ترسره کړي، چې په کوردننه د خپلو خلکو او هم د نړيوالو غوسه یې راپارولې ده.
د ټرمپ د حکومت دغو تګلارو د امریکا خلکو او اقتصاد ته ډېر زیانونه رسولي دي. د “طبیعت” مجلې یوه څېړنه ښيي، چې نږدې ۷۵ سلنه امریکايي کارپوهان د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د امریکا يوه مشهور خبريال فرید ذکريا ویلي، چې په تېرو سلو ورځو کې د امریکا سل کلن علمي بنسټ ته سخت زيانونه اوښتې دي. د ټرمپ حکومت فکر کوي، چې د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د لوړو تعرفو په پلي کولو سره به خپلې تولیدي چارې بیا پياوړې او د روزګار فرصتونه به زیات کړي، خو د خپلو اقتصادي ستونزو ناسمه ارزونه او د اقتصادي اصولو انحراف یې د دغه هېواد پر اقتصادي بازار او ټولنې بد سیوری غوړولی او د خلکو اندېښنې یې راپورته کړي او ستونزې يې لا پسې زیاتې کړې دي.
د امریکا (Business Insider) ویلي، چې امريکا د اقتصادي سیسټم، عرضې ځنځیر او کارګرو په برخو کې د تولیدي چارو د بیا پیاوړې کېدو لپاره ښه شرایط نه لري او له موټرو څخه تر ایپل موبایفون پورې ډېری تولیدات يې پر نړیوال تولیدي سیسټم اتکا لري او د واشنګټن د لوړو تعرفو تګلاره يوازې ” ځان ته زیان رسول” عمل دی.
د امريکا د ميچيګان پوهنتون راپور ښيي، چې په روان اپريل کې د امريکايي مشتريانو د باور شاخص له مسلسلو څلور میاشتو راهیسې په ټيټېدو دی او د ۲۰۲۲م کال له جون راهيسې ډېرې ټيټې کچې ته رسېدلی.
د امريکا د ماليې پخواني وزير هينري ساميرس خبرداری ورکړی، که د ټرمپ د لوړو تعرفې تګلاره دوام ولري، نو د امریکا د اقتصادي کمزورتیا اندازه ښايي له ۶۰ سلنې زیاته شي او د پیسو پړسوب سږنۍ اندازه به یې ۳،۵ یا ۴ سلنې ته لوړه شي. د نړیوال وجهي صندوق په يوه راپور کې ويل شوي، چې سږ کال به د امریکا د اقتصادي زیاتوالي سرعت یوازې ۱،۸ سلنه وي.
د نړۍ ګڼو هېوادونو له تېرو سلو ورځو راهیسې د امریکا د تعرفو د زورواکۍ پر وړاندې کلک مقاومت کوي. چین لومړی هېواد دی، چې د ټرمپ د تعرفو پر وړاندې يې د مقابلې اقدامات پیل کړي، چې نه یوازې د خپلو قانوني حقونو ساتنه يې کړې، بلکې د نړیوال سوداګریز سیسټم او نړیوال عدالت ساتنه یې هم کړې ده.
د برېکس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته څو ورځې مخکې په برازیل کې ترسره شوه او د څواړخیزم د ملاتړ، د نړیوال سوداګریز سیسټم د ساتنې او د یو اړخیزې زورواکۍ پر وړاندې د مقاومت “برېکس غږ” یې پورته کړی دی. حتی د امریکا متحدین هم په دې پوه شوي، که واشنګټن ته تسلیم شي، نو ډېر زيانونه به وګالي.
اروپايي ټولنې د امریکې پر وړاندې د تعرفو ځوابي اقداماتو لومړی پړاو تصویب کړی دی. د جاپان لومړي وزیر ایشیبا شيګېر هم ويلي، چې د تعرفو تړون په بدل کې به هيڅ ګذشت ونه کړي.
لنډه دا چې، د امریکا سل ورځنۍ ګډوډي د دې ښکارندويي کوي، چې نړيوال د چا تسلط نه مني او د اقتصاد نړیوال کېدو تمایل به بدل نه شي. ورخلاصون او د ګډو ګټو پر اساس همکارۍ د نړیوالو انتخاب دی.
































