یو شمېر افغان سوداګر وايي پاکستان تل سوداګري د خپلو غلطو سیاستونو قرباني کړې ده. په چمن او سپین بولدک کې سلګونه کسانو یو ځل بیا د پاکستان د هغه کړنو پر ضد لاریونونه کړي چې له مخې یې دغه هېواد له خلکو د تګ راتګ پر وخت ویزه غواړي او وخت ناوخت د چمن-سپین بولدک لاره د ولسونو پر مخ تړي. زرګونه کسانو په دې لاریونونو کې له یوې میاشتې راهیسې برخه اخیستې ده او دوی وایي چې پاکستانی حکومت تل د غلطو سیاستونو له امله سوداګري قرباني کړې ده او پر داسې اقداماتو یې لاس پورې کړی چې ددواړو لورو سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان رسولی دی. دوی له پاکستاني حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې لار پرانیزي او د بېځایه محدودیتونو له لګولو دې ډډه وکړي.