د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې افغانستان نن له کوربه هندوستان سره سیالي کوي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دوی هیله من دي چې افغانستان نننۍ لوبه وګټي. په نړۍوال جام کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده، لومړۍ لوبه یې درې ورځې وړاندې د هند په درمشاله لوبغالي کې بنګله دېش ته بایللې وه. په نړیوال جام کې به د افغانستان بله لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ له انګلستان سره وي. د افغانستان د کرکټ د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر حمشت الله شاهدې له هند سره د لوبې د چمتوالي ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي، په لوبډله کې تکړه ورو توپ اچونکي لري او له هند سره د نن ورځې لپاره یې لوبډله پوره چمتو ده.