د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د هغه سیال دونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ، چې د جون په ۲۷ او د سپتمبر په ۱۰ مه نېټه به انتخاباتي تلویزوني مناظرې کوي. د سي ان ان د راپور له مخې، دواړو کاندیدانو منلې چې لومړۍ انتخاباتي مناظره به د اتلانتا په ایالت کې د دغې شبکې په سټوډیوګانو کې کېږي، خو نندارچیان به په کې نه وي. دویمه مناظره به د اې بي سي شبکه مخې ته وړي. دونالډ ټرمپ، چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې جوبایډن ته وبایلله او لا هم ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې، له څو اوونیو راهېسې خپل دموکرات سیال ننګوه چې ورسره مناظره وکړي او اوس جوبایډن ومنله چې مناظره به ورسره کوي.