روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۹۹۹ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه تنه مړه شوي او ۲۲۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۳۸۷ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۸ زره او ۲۱۱ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا ویروس پراختیا مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































