د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د عوفي بهرام شرکت له استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې په فراه، پکتیکا او اروزګان ولایتونو کې به ډير ژر د لمریزې برېښنا د درېیو پروژو چارې پيل شي. د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې ډېر ژر دې د یادو پروژو قراردادونه له نوموړي شرکت سره لاسلیک شي. د یاد شرکت استازي دغه راز په دې لیدنه کې کابل کې تر ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر یوه بله پروژه هم د پانګونې ژمنه کړې ده.
































