د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه. د لوګر ولایتي مسوولین وايي، د اوبو د یادې شبکې په جوړېدو سره ۱۸۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. یاده شبکه د ۸ میاشتو په بهیر کې جوړه شوې او د سیمې لسګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې وه. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم ۴ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
































