د هرات ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په ۸ مه ناحیه کې د یوه کانال او یو شمېر ګذرونو د کوڅو او سړکونو د رغولو چارې پيل شوې دي. د مالوماتو له مخې په دې پروژه ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د ۸ میاشتو په مودهکې بشپړې شي. د یاد ولایت ځایي چارواکو له ښاریانو غوښتي، چې د ښار په آبادۍ کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
































