د لوګر ولایت د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او برهکي برک ولسوالي کې له یوشمېر درملتونونو او هټيو څخه لسګونه ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي. د یادې ادارې مسوولین وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۳۰ټنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي ټول کړي چې نن، پنجشنبه، یې د یوې ګډې کمېټې پر وړاندې لهمنځه وړي دي. دغه راز د خوړو او درملو ملي ادارې له ټولو سوداګرو او صنعت کارانو څخه غوښتنه کړې، چې د بېکیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه مخنیوی وکړي.











